د رښتیا موندنې ځانګړي کمیسیون د ولسي جرګې د فساد په اړه پرېکړه اعلام کړه

(Last Updated On: November 4, 2017)

د رښتیا موندنې ځانګړي کمیسیون، چې په ولسي جرګه کې د فساد د ادعاوو په اړه جوړ شوی و؛ د ولسي جرګې په نننۍ ناسته (د لړم ۱۳) کې یې خپله پرېکړه اعلام کړه.  

دغه کمیسیون په خپله وروستۍ پرېکړه کې وړاندیز کړی، چې د ولسي جرګې د دارالانشا رییس عبدالروف ابراهیمي دې لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي.

د ولسي جرګې د رښتیا موندنی ځانګړي کمیسیون دغه راز پرېکړه کړې، چې د دې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي باید ولسي جرګې ته له ۵ میلیون افغانیو ډېرې دې جرګې ته وروسپاري، چې لګولي یې دي.

دغه راز د یاد کمیسیون د پرېکړې له مخې؛ د جرګې د لومړی مرستیال همایون همایون په ګډون دې د جرګې دوه نور غړي لالی حمیدزی او عبید الله بارکزی باید لس ورځې د جرګې په ناستو کې ګډون ونکړي.

له دې مخکې د ولسي جرګې غړیو یو او بل پر فساد ډېر تورن کړي؛ خو تر دې دمه یې په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې

About Ariana News

Avatar

Check Also

د کابل- کندهار لویه لار د زابل په اړوند سیمه کې ډېره ویجاړه شوې

(Last Updated On: January 23, 2020) د زابل خلکو ویلي؛ د کندهار – کابل لویه …