Connect with us

تازه خبرونه

د دوحې ناسته پر څوارلسمه ورځ هم روانه وساتل شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په قطر کې د طالب استازیو او د افغانستان د سولې لپاره د امریکایي پلاوي خبرې څوارلسمې ورځې ته وغزیدې؛ خو اوس هم وروستۍ هوکړې ته ندي رسیدلي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن هم د ور تر شا د افغانستان د سولې په اړه خبرې روانې دي. څوارلس ورځې کیږي، چې طالب او امریکايي پلاوي له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو لپاره د مهالوېش پر څرنګوالي خبرې کوي؛ خو وروستۍ هوکړې ته ندي رسیدلي.

طالبان وايي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو لپاره د مهالوېش پر څرنګوالي خبرې روانې دي او تمه ده، چې وروستي توافق ته به ورسیږي. د خبرو د پای ته رسیدو په اړه هم تر اوسه څه ندي ویل شوي.

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا وایي؛ طالبان، چې څه غواړي تر دې دمه پرې هوکړې ته ندي رسیدلي. همدا یوه خبره پاتې ده او پر نورو خبرې ندي شوي.

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان سکات میلر، چې په قطر کې له وسلوالو طالبانو سره له خبرو وروسته کابل ته راستون شوی؛ د خپلو لیدنو جزئیات یې له اجرائيه رييس عبدالله عبدالله سره شریک کړل.

اجرائيه ریاست تمه ښودلې، چې د قطر خبرې به د افغانانو تر منځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وایي، چې د سولې په بهیر کې د پرېکړې صلاحیت د دولت د مرکچي پلاوي پر غاړه دی او نړیوال همکاران کیدی شي اندونه او وړاندیزونه ولري.

د حزب اسلامي رييس عبدالهادي ارغندیوال وایي؛ امریکا او خلیلزاد باید دې ټکي ته پوره پاملرنه راواړوي، چې د افغانستان ستونزه ساده حل نلري.  

په دوحه کې د طالبانو او امریکايي پلاوي تر منځ له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو او د امریکا په ګډون نورو هېوادونو ته د افغانستان له خاورې د خطر نه پېښیدو په اړه د خبرو څه ناڅه جزئیات له رسنیو سره شریک شوي؛ خو کابل اندېښمن دی، چې هلته د تړلي ور تر شا څه تېریږي.

 تمه ده، چې د دوحې خبرې په روانه اوونۍ کې پای ته ورسیږي؛ خو طالب سرچینې وايي، چې اوس هم معلومه نده، چې دغه پړاو خبرې به څه وخت پای ومومي او وروستۍ هوکړې ته به رسیږي. که څه هم طالبان د خبرو اوږدیدل پرمختګونو ته ښه زیری بولي.   

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!