عاجل خبرونه

د امریکا د فلوریدا په یوه ښوونځي کې ۱۷ کسان وژل شوي

(Last Updated On: February 15, 2018)

په راپورونو کې راغلي، چې د امریکا د فلوریدا ایالت پارک لند سیمې په یوه ښوونځي کې ډزې شوي، چې لږ تر لږه ۱۷ زدکوونکي وژل شوي دي.

د امریکا یو شمېر رسنیو څرګنده کړې، چې د ژوبلو کسانو شمېر ۲۰ کسانو ته رسیدلی دی.

ولسمشر دونالد ترمپ په خپل تویت کې د وژل شویو له کورنیو سره نه یوازې خواخوږي ښکاره، بلکې دا ډاډ یې هم څرګند کړې، چې ښوونځي باید زدکوونکیو ته ناامنه نشي.

ځايي پولیسو ویلي، چې د دغې پېښې بریدګر نیول شوی دی.

د ښوونځي مشر رابرت ریونسي رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د پېښې په تړاو نیول شوی شکمن کس د ښوونځي پخوانی زدکوونکی دی.

ویل کیږي، چې له ۲۰۱۳ کال را وروسته په امریکا کې پر ښوونځیو ۲۹۱ بریدونه شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

طالبانو انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ پر پوځي بریدونو ګواښلي

(Last Updated On: June 24, 2019)د طالبانو نظامي کميسيون خبرداری ورکړی؛ که تر راتلونکې يوې …