د اوبو انرژۍ وزارت د آریانا کارکوونکي وستایل

(Last Updated On: نوومبر 26, 2017)

د افغانستان د اوبو په هلکه د ژورنالیزم د څلورمې غونډې په اړه د  آریانا هرات خبرې شبکې یو رپوټ غوره ټلویزیونې رپوټ وټاکل شو.

 د اوبو او انرژۍ وزارت د دې رپوټ د چمتو کولو لپاره د اریانا هرات – اریانا نیوز کارکوونکې وستایل او ځانکړې تندیس یې دوی ته ډالۍ کړ.

دغه وزارت د افغانستان د اوبو د ژورنالیزم په برخه کې د اریانا هرات شبکې یو رپوټ غوره ټلویزیونې رپوټ پيژندلی دی. د دغه رپوټ لپاره دغې شبکې ځانکړی تندیس واخیست.

په دې هکله د اوبو او انریژي ویز و وېل: “په دې هکله کوم موضوعات چې طرحه شول هغه اطلاعات چې یوازی له زموږ محصور نه وي، توسعوی ژونالیزم ته پاملرنه  ده، یعنی موږ همېشه له خپلو همکارو رسنیو غوښتنه کړې چې د جنګ او جګړې د خبرونو او ګزارشونو په خوا کې توسعوي ژورنالیزم ته هم باید پاملرونه او کار وشي”،

د اریانا هرات خبریال حسین نیکخواه دغه جایزه یې د اوبو او انرژۍ وزیر لخوا ترلاسه کړه. د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وایې په افغانستان کې د لسګونو خبرې رسنیو د رپوټونو له جملې څخه اریانا هرات وتوانید د اوبو د ژورنالیزم په برخه کې تر ټولو غوره ځاي خپل کړي.

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت مرستیال، سید حسین فاضل سانچارکي و ويل:”زموږ غوښتنه له رسنیو څخه دا ده چې دې حیاتي مسلې ته باید جدي پاملرونه وشي او د اوبو بحث ورته نورو مسایلو پوښښ ته لومړیتوب ورکړي او په رسنیز ډګر خپل رسالت په رښتني ډول پر مخ بوزي “

د اریانا هرات شبکې د رپوټ موضوع  د شنه فضا د اوبو لګولو لپاره په غیر قانونې ډول د ژورو څاه ګانو کیندنې په اړه چمتو شوي و چې له خپریدو وروسته دغه لړۍ د حکومت لخوا بنده شوه.

About Ariana News

Check Also

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو …