Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر د افغانستان لپاره د ستراتیژۍ اعلان ته چمتو شوی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ څو ساعته وروسته د افغانستان لپاره خپله ستراتیژي اعلانوي او په افغانستان او سویلي اسیا کې د سرتېرو د پرمختګ په اړه به خلکو او سرتېرو ته معلومات ورکړي.

داسې بریښي، چې د امریکا ولسمشر له ډېرو ارزونو او سلا مشورو وروسته د افغانستان د تر ټولو اوږدې جګړې د حل لپاره خپله تازه ستراتیژي جوړه کړې او د څو ساعتونو په ترڅ کې به یې اعلان کړي.

سپینې ماڼۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر به ملت ته وینا وکړي او ملت ته به روښانه کړي، چې په افغانستان او سویلي آسیا کې د دوی ګډ مشارکت څه ډول په مخ ولاړ شي.

تمه کیږي، چې ترمپ به د ستراتیژۍ د اعلان پر وخت په افغانستان کې د امریکايي سترتېرو د زیاتولو مسئله هم روښانه کړي.

امریکایي رسنیو په ډاګه کړې، چې ترمپ به افغانستان ته شاو خوا څلور زره نور تازه دمي سرتېري را ولیږي.

پوځي کارپوه زلمی وردک وايي؛ امریکایانو پخپله ویلي، چې پاکستان د نوې ستراتیژۍ خنډ دی. که مسایل د دیپلوماسۍ له لارې حل نکړي؛ افغانستان ته ګټه نه لري او ستونزې رامنځته کوي.

سیاسي کارپوه فدا محمد نظري وایي؛ زه فکر کوم، چې د افغانستان جنګ بایلل او ګټل نلري. باید، چې د روان جنګ پایله سوله شي؛ خو د ترمپ له څرګندونو ښکاري، چې هغه د ګټلو په فکر کې دی، نه د جنګ او سولې په فکر کې.

ترمپ د افغانستان د جګړې په اړه زړه نازړه ښکاري. ان تر دې، چې یو ځل یې ویلي وه؛ امریکا په افغانستان کې د ماتې په حال کې ده.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!