تازه خبرونه
د جمعیت ګوند سرپرست خپل ګوندي دریځ په ډاګه کړ
د جمعیت ګوند سرپرست په یوه خبري ناسته کې د خپل ګوند دریځ په ډاګه کړ او د وروستیو خونړیو پېښو په تړاو یې له حکومت څخه د ملي امنیت شورا د مشاور حنیف اتمر او د امنیتي بنسټونو د مشرانو د ګوښه کولو او د ملی وحدت حکومت د سیاسي هوکړې د پلي کولو کولو غوښتنې وړاندې کړې.
د جمعیت ګوند سرپرست صلاح الدین رباني وايي؛ په کابل کې وروستیو بریدونو په ډاګه کړه، چې یو شمېر کړۍ په نظام کې د جمعیت د مشرانو د ډډې ته د کولو هڅې کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې وروستیو تروریستي پېښو په خلکو کې د حکومت د واک و ځواک په اړه ډېرې پوښتنې راپورته کړي او په وروستي لاریون کې د دې پرځای، چې حکومت د ولس د خوندیتوب هڅه وکړي؛ پولیسو پر لاریونکوونکیو ډزې وکړې او ترورستانو ته ورته کړنه یې تر سره کړه.
رباني زیاته کړې؛ د دې لپاره، چې خلک پر حکومت بیا ډاډمن شي؛ اړینه ده، چې د امنیتي بنسټونو چارواکي بدل او پر ځای یې نیک او ډاډمن کسان وټاکل شي.
دغه راز جمعیت ګوند سرپرست د کابل د وروستیو پېښو د عاملانو د محاکمې غوښتنه هم وکړه.
د دغه ګوند سرپرست رییس وایي، چې ملي وحدت حکومت د یوې سیاسي هوکړې له مخې جوړ شوی او د دې هوکړې د بشپړې پلي کولو غوښتونکي یو.
نوموړي دا هم ویلي، چې د جمعیت ګوند له پراخ شتون پرته د دغه حکومت دوام هم ناشونی او بې معنا دی.
هغه دا هم په ډاګه کړې؛ عطامحمد نور د حزب له دریځ او وړاندیزونو ملاتړ کوي او دا هیله یې په ډاګه کړې، چې د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمعیت ګوند نوماند و او د دې ګوند له پرېکړو او وړاندیزونو به ملاتړ کوي.
نوموړی د کابل کنفرانس په اړه یادونه وکړه، چې د جمعیت رهبري به په دې اړه پرېکړه کوي، چې زه د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په توګه په کې ګډون وکړم او که نه.
د ولسمشرۍ سرپرست ویاند سید شاه حسین مرتضوي نن په یوه خبري ناسته کې وویل؛ ټولو ته څرکنده ده، چې د بن له ناستې وروسته مونږ اوس له یوې خلاصي سیاسي فضا برخمن شوي یو؛ ګوندونه، مدني بنسټونه او ډلې باید دغه خلاصه فضا خوندي او نوره هم پیاوړې کړي.
نوموړی وویل؛ په امنیتي بنسټونو کې لازم بدلونونه راغلي؛ دوی ته باید فرصت ورکړ شي او پریښودل شي، چې هېواد له روان ناورین وباسي. که په چارو کې یې نیمګړتیا ولیدل شوه بیا به یې په اړه اړینه پرېکړه تر سره شي.
هغه وایي، د وروستیو پېښو هر اړخیزه څېړنه کیږي او هغو کسانو، چې خپله دنده سمه نده تر سره کړې قانوني کړنه به ورسره تر سره شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، په هېواد کې شل ترورستي ډلې جنایتونه کوي؛ مونږ د هېواد او نظام د بقا په حال کې یو او حکومت دنده لري، چې نسبي امنیت خوندي کړي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس ویاند جاوید فیصل په ډاګه کړې، چې د هېواد ټول امنیتي او دفاعي بنسټونه قانون ته ژمن دي او په دې اړه باید بېړنۍ پرېکړې ونه شي.
نوموړي د حکومت او خلکو پر ګډ دریځ ټینګار وکړ او د افغانستان د بقا هیله یې څرګنده کړه.
هغه زیاتوي، چې په تېرو څو اوونیو کې د فاع او کورنیو چارو وزیرانو استعفاوې وکړې؛ نوې ټاکنې وشوې ښه به دا وي، چې دغه وزیران کار او چارواکي کار ته پریښودل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند یو لس کسیز پلاوی تېره ورځ ناوخته داکتر عبدالله عبدالله ته د دریځ معلومولو لپاره لیږل شوی و، چې له خلکو سره دریږي او که له هغو کسانو سره یوموټی کیږي، چې بیګناه خلک یې وژلي دي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله پرون نا وخته ومنله، چې د دغه ګوند له پلاوي سره یې خبرې پیل کړي؛ خو دا، چې کومې پرېکړې ته رسیدلي که نه د کابل کنفرانس له تر سره کیدو وروسته به په ډاګه شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ