Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان په ناامنیو کې امریکا ښکېل ده- مشرانو جرګې غړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ملي شورا مشرانو جرګه نیوکه کوي، چې امریکا نه یوازې په هېواد کې دوامدار حضور لري، بلکې د کابل او واشنګتن ترمنځ امنیتي تړون هم لاسلیک شوی؛ خو سره له دې جګړه راته پېچلې ساتل شوې ده.

دوی زیاتوي؛ پاکستان له سخت دریځو ملاتړ کوي؛ خو امریکا نه غواړي پر دغه هېواد فشار راوړي او پر خلاف یې عملي ګامونه پورته کړي.

د مشرانو جرګې غړیو په ډاګه کړې، چې د افغانستان سوله د امریکا په لاس کې ده او باید افغانان له امریکا سوله وغواړي.

د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیاڼوال وایي: که له چا د سولې پته ورکه وي؛ نو هغه له امریکا سره ده. په هلمند کې د سولې لپاره د تحصن د خیمې لګولو پر ځای دې د ملګرو ملتونو او امریکا د ودانیو مخې ته ولګول شي. هغه وخت به سوله راشي، چې امریکا د سولې د راتلو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.   

د مشرانو جرګې یو بل غړی قیس وکیلي وایي: امریکا په افغانستان کې دوه ګونې لوبه کوي؛ ځکه، چې پاکستان په کونړ کې بمبارد کوي، خو امریکا یې په وړاندې چوپتیا غوره ګڼي. په داسې حال کې، چې له مونږ سره امنیتي تړون لري.

د مشرانو جرګې غړی لطف الله بابا د اسخباراتي ادارو له چلن پرده پورته کوي او وایي: پاکستان شپه او ورځ د افغانستان د خلکو د وژلو لپاره هڅه کوي او پروګرامونه جوړوي. مونږ باید له پاکستان سره په خبرو کې ونه غولولیږو.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر په اړه وايي؛ افغانستان ته په کار ده، چې له واقعیتونو پرته له اسلام آباد سره ژمنې ونکړي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي: حکومت باید د سولې په خبرو کې له پوره پاملرنې برخمن وي او داسې اسناد ور ونسپاري، چې پاکستان پر مونږ برلاسی شي.

د مشرانو جرګې غړي وایي، افغانستان په سختو او نازکو شرایطو کې دی او که نړیوال دغه حالت بابیزه وګڼي، حالات به نور هم ترینګلي شي.

خبریال: رفیع صدیقي

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!