عاجل خبرونه

د افغانستان دولت فردي، شخصي او میراثي نه دی- ولسمشر غني

(Last Updated On: دسمبر 19, 2017)

ولسمشر غني د ملي امنیت د درې نویو مرستیالانو د پېژندنې په مراسمو کې ویلي، چې د افغانستان دولت فردي، شخصي او میراثي نه دی، بلکې د ډله ییز کار څرګندونه کوي.

په دغو مراسمو کې دین محمد جرات، یاسین ضیا او عتیق الله نوشیر د ملي امنیت د نویو مرستیالو سلاکارانو په توګه وپېژندل شول.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی، چې د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو یو غړی هم نه یوازې دا، چې سیاسي، حزبي او تنظیمي کیدلی نشي، بلکې د قومي او سمتي فکر ممثل هم ګڼل کیدی نشي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو هر غړی افغان، مسلمان او د دې خاورې راتلونکي ته ژمن سړی دی.

 

هغه د جګړې د مدیریت تر څنګ د سولې پر مدیریت هم زور راوړ؛ خو هغه سوله، چې قانوني رامنځته شي.

 

د هغه په وینا؛ لکه څنګه، چې جنګ مدیریت کوو، اړتیا ده، چې سوله هم مدیریت شي؛ هغه تلپاتې سوله، چې د ټولنې هر غړی په کې ځان وویني، خو بنسټ به یې د قانون حاکمیت وي.  

د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر هم د خپلو مرستیالانو ګومارنه د افغانستان د سولې او ثبات لپاره اړینه بولي او هغو ته په خطاب کې وایي، چې ستاسو مسوولیتونه د هېواد په ثبات او امنیت کې مهم دي او حکومت هم تاسې د دغو مسوولیتونو په تر سره کولو کې یوازې نه پریږدي.

حکومت په دې هیله د ملي امنیت د سلاکارانو شمېر ډېر کړ، چې دا اداره د افغانستان د نن او راتلونکي اداره شي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

خلیلزاد د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډیدو وړداندیز کړی

(Last Updated On: نوومبر 13, 2018) وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې، ترمپ د …