Connect with us

تازه خبرونه

د خوست د ملکي هوایي ډګر په پرانیستلو کې ځنډ اندېښنې راپارولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

خلک وایي، د خوست د ملکي هوایي ډګر د جوړیدو چارې بشپړې شوي؛ خو تراوسه پرانیستل شوی نه دی.

مدني فعال زاهد شاه  انګار وایي، د خوست ملکي هوایي ډګر د ځغاست لیکې چارې بشپړې شوي او ساختماني شرکت څو میاشتې وړاندې یاد ډګر دولت ته رسمي سپارلی دی؛ خو تر اوسه یې هیڅ پرانسته نه ده شوې او دې کار خلک اندېښمن کړي دي.

قومي مشر شاولي خان متونوال وایي، خلک هیله من دي، چې له الوتکو څخه پخپل هوایي ډګر کې راکښته شي؛ خو اوس څوک نه پوهیږي، چې کله به ورته پروازونه پیل شي.       

د خوست ولایتي شورا غړې قدیم   افغان  وایي، له پیله یې د خوست هوایي ډګر پروژې د چارو د کیفیت په اړه اندېښنې تر ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائیه ریاست رسولي؛ خو سمه څارنه یې نه ده شوې.

هغه زیاتوي، ولایتي شورا غړي د دغې مهمې پروژې د سپارلو په اړه خبر نه دي او دا کار په پټه شوی دی.

د خوست والي ویاند مبارزمحمد   ځدراڼ وایي، د هوایي ډګر پروژې سپارل د هوانوردۍ له ملي اداره سره تړاو لري.

هغه زیاته کړې، چې دغه پروژه بشپړه شوې او په نږدې ورځو کې به یې د حکومت د هوا نوردۍ د یوه لوړ پوړي پلاوي له لوري رسمي پرانسته وشي.

هغه دا هم په ډاګه کړې؛ اوس د خوست ملکي هوایي ډګر یوازې ځغاست لیکه لري، چې دا یو نیمګړی هوایي ډګر دی، خو ولسمشر ژمنه کړې، چې په راتلونکي مالي کال کې به د خوست نړیوال ملکي هوایي ډګر ته د ترمینل او نورو  چارو لپاره ځانګړي بودجه ورکړ شي.

خبریال: فریدالله ظاهر

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!