عاجل خبرونه

د خوست ښار ته شل کلن ماستر پلان بشپړ شوی- ولي زی

(Last Updated On: سپتمبر 16, 2017)

د ښار او کور جوړولو وزارت له لورې د خوست ښار شل کلن ماسټر پلان بشپړ شوی دی، چې د ښار اړوند ټولې اړتیاوو ته په کې پآملرنه شوې ده.

د خوست یو شمېر دولتي ادارو د شنبې په ورځ(د وږي ۲۵) د خوست ښار د ماستر پلان په اړه معالومات ورکړل.

د خوست ښار او کور جوړولو رییس انجینر ابراهیم الله  ولی زي ویلي؛ دا ماستر پلان، چې د راتلونکیو شل کلونو لپاره جوړ شوی، د کانالیزیسیون سیستم، معیاري تراسنپورت، د بېلابېلو سکتورونو لپاره ځانګړي ځایونه په کې د پام وړ دي، چې په عملي کیدو به یې په راتلونکي کې خوست ښار پر یوه معیاري ښار بدل شي.

د خوست ښاروالۍ استازي  لمر نیازي وویل، تر اوسه په خوست کې یوه لویشت ځمکه د نمرې په نوم نه ده وېشل شوې او دغه راز هیڅ شنه سیمه پر رهایشي سیمه نه ده بدله شوې.

د خوست ولایتي مسوولین زیاتوي؛ په نږدې راتلونکي کې به د دغه د ماستر پلان د پلي کیدو چارې پیل او خوست به پر یوه ستر اقتصادي ښار بدل شي.

خبریال: فریدالله ظاهر

About Ariana News

Check Also

د کابل په اورانوس هوتل کې چاودنې د میلاد نبي نمانځونکیو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نن ماښام مهال د …