عاجل خبرونه

د افغانستان په اړه دې ګټونکې پالیسي ژر اعلان شي

(Last Updated On: August 01, 2017 9:16 am)

جان مکین غوښتنه کړې، چې د افغانستان لپاره دې ګټونکې ستراتیژي ژر تر ژره اعلان شي.

 د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دونالد ترمپ له ولسمشرۍ شپږ میاشتې په تېریدو دي؛ خو اوس یې هم د افغانستان په اړه خپله گټونکې پالیسې نده اعلان کړې.

د وسلوالو خدماتو د کمیتې د مشر په توگه هغه د افغانستان په اړه د امریکا د پخواني ولسمشر اوباما پر پالیسۍ هم نیوکې کړي او وایي، چې د اته کلونو په مودې کې یې د ( نه بایللو) د پالیسۍ له وجې امریکایانو ځاني او مالي تاوانونه گاللي دي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناتو ځواکونو عمومي قومندان او یو شمېر نورو پوځي قومندانانو جمهور رئیس ترمپ ته وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې د جګړې په ټپه ولاړ حالت د ماتولو او د داعش په وړاندې د جگړې لپاره څو زره نور سرتېري دغه هېواد ته ولیږي.

About Ariana News

Check Also

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې د کاغدي تذکرو د وېش لړۍ ودروله

(Last Updated On: September 18, 2018 6:39 pm) د وګړو د احوال ثبتولو ادارې رییس …