عاجل خبرونه

د افغانستان د کړکیچ په اړه دې له امریکا او ملګرو ملتونو سره خبرې وشي

(Last Updated On: جون 3, 2017)

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي؛ تر هغې، چې افغان حکومت له امریکا او د ملګرو ملتونو له سازمان سره د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره مخامخ خبرې پیل نه کړي؛ په هېواد کې به ناامني کمه نه شي.

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې هره ورځ امنیتي وضعیت ترینګلی کیږي؛ خو د نړۍ زیاتره هېوادونه د دغې قضیې لیدونکي دي او هغه هېوادونه، چې ځانونه د افغانستان ملاتړي بولي، په دې برخه کې هیڅ کار نه کوي.

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت استازی عبدالجبار قهرمان وایي؛ اړتیا ده، چې د کړکیچ د حل لپاره افغان حکومت له امریکا او ملګرو ملتونو سره مخامخ خبرې پیل کړي، ځکه په وینا یې د جګړې عاملان همدوي دي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی زمرک پادخوابي وایي، تر څو به د افغانستان خلک هره ورځ قرباني ورکوي؛ د عامه وژنو مخه دې ونیول شي، خلک نور له دغه حالته ستړي شوي دي.   

د ولسي جرګې د هرات استازی غلام فاروق مجروح ټینګار کوي، چې اړتیا ده د اوسنۍ شخړې د حل لپاره ملي اجماع جوړه شي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي وایي، د تېرې ورځې خونړۍ پېښه د الله او رسول سره د جګړې ښکارندویي کوي.

د نوموړي په وینا؛  دا مهال خلک د  ترهګرو تر کنترول لاندې دي او باید دا حالت بدلون وکړي.

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي،  چې هېواد اوس ستونزمن   پړاو کې دی او خلک راتلونکې ته سخت اندېښمن دي، د حکومت مسوولیت دی، چې دې اندېښنو ته له هر غوراوي څخه په ګټې اخیستو د پای ټکی کیږدي.

About Ariana News

Check Also

په زابل کې بندي طالب پولیسو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) چارواکو څرګنده کړې، چې د زابل ولایت په شهرصفا …