Connect with us

تازه خبرونه

د افغانانو د خپلمنځي هوکړې پرېکړه پلاوی نه، لویه جرګه کوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۵, ۱۳۹۸)

دولت جوړوونکې ټاکنډلې ویلي، د افغان حکومت لخوا له طالبانو سره مرکچي پلاوی نشي کولی له دې ډلې سره وروستۍ پرېکړه وکړي، ځکه، چې پلاوی یوازې مسوده وروستۍ کوي او د وروستۍ پرېکړې لپاره به لویه جرګه راغوښتل کیږي.

د دولت جوړونکې ټاکنډلې غړی سید علي کاظمي ویلي، چې مونږ د یوې لویې جرګې د جوړولو هیله من یو. د داسې یوې جرګې ، چې د سولې د رامنځته کیدو او ساتو واک و ځواک ولري.          

د  سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وایي، د سولې خبرو اترو د پایلو په اړه به پرېکړه د اساسي قانون له مخې وشي.

د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ مونږ له طالبانو سره د خبرو پیلولو ته چمتووالی لرو؛ د خبرو اترو پلاوي څرنګوالی معلوم  او واک یې هم ښکره شوی دی. د خبرو د پایلې لپاره به په اساسي قانون کې د یاد شوي میکانیزم له مخې مخکې ځو.

د افغانستان د دیموکراتیک بنسټ ټولنې مشر عبدالله خنجاني  ویلي؛ باید داسې افغان پلاوی له طالبانو سره خبرې وکړي، چې واک ولري او  پرېکړې وکړي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک وروسته به د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرې پیل شي. تمې دا دي، چې د سولې مرکچې پلاوی ژر تر ژره جوړ شي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!