تازه خبرونه
د افغانستان خلک تپل شوی امارتي نظام نه مني-اشرف غني
ولسمشر اشرف غني د څارنې او انسجام د ګډ بورد دوه ویشتمې ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې د سولې وروستۍ هوکړه به له ولسشمریزو ټاکنو وروسته لاسلیک شي او هیڅوک نشي کولی جمهوري نظام او د خلکو حقونه ترې واخلي.
د څارنې او انسجام د ګډ بورد په دوه ویشتمه ناسته کې ولسمشر د سولې په اړه دوه ځانګړي پیغامونه وړاندې کړل: لومړی وایي، چې خلک امارتي نظام نه غواړي او دوه یم هم د سولې په اړه حکومت پرېکړه کوي.
ولسمشر اشرف غني په بیړه؛ خو تاریخي وړاندوینه کوي. بیړه ټاکنو ته ده؛ ځکه، چې ټاکنې کیږي او تاریخي هغه څه را منځته کیږي، چې تر اوسه ندي را منځته شوي.
له طالبانو سره د سولې لومړنۍ هوکړه، چې هغه هم ژر کیږي او حتی د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې.
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې حکومت له طالبانو سره د سولې واک لري! له طالبانو سره دې په دوه پړاوونو کې هوکړه وشي؛ لومړی دا، چې د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې د سولې لومړنۍ هوکړه کیږي او په دوه یم پړاو کې به د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته هر اړخیزه هوکړه وشي.
د نوموړي په اند؛ د افغانستان خلک طالباني امارتي نظام نه غواړي. مونږ غواړو، چې د سولې وروستۍ هوکړه له ولسمشریزو ټاکنو وروسته لاسلیک شي او مخکې له ټاکنو د سولې لومړنۍ هوکړه لاسلیک شي او هغه سوله، چې پر ټاکنو اغېز وکړي، د طالبانو او افغان حکومت تر منځ به وي، نه د امریکا او طالبانو تر منځ.
ولسمشر غني د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند دی او ټاکنیزې مڼدې ترړې یې یوه اوونۍ وروسته د اتلس نوماندانو تر منځ پیلېدونکې دي، ښایي له همدې کبله وي، چې وایي، راتلوونکې اوونۍ به په افغانستان کې نوی څپرکی پیل شي.
هغه وایي، چې راتلوونکې اوونۍ به افغانستان یو ستر سیاسي بهیر پیل کړي؛ دا بهیر به د جګړې، تاوتریخوالي، ځان غوښتنې او د نظام د دښمنانو او فرصت غوښتوونکیو په وړاندې وي. افغان ملت به د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو د ټاکنیزو منډو ترړیو نوی څپرکی پیلوي. اووه میلیارد افغانۍ، چې د افغانانو پیسې دي، د ټاکنو لپاره بېلې شوي، چې د خلکو برخلیک ټاکي.
ولسمشر ددا هم ویلي، چې هېواد یې اوس هم د ترهګرو خلاف د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او اوسنۍ شخړه د افغانستان پر جغرافیایي موقعیت ده، چې په وینا یې دا موقعیت کولی شي افغانستان پر مهمې او عواید لرونکې څلور لارې بدل کړي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ