Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري- عمران خان

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان ویلي؛ باور لري، چې د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري او له د‌ونالد ترمپ سره  به په نننۍ لیدنه کې د افغانستان پر سوله وغږیږي او په دې اړه به خپلې غوښتنې مطرح کړي.

د پاکستان لومړي وزیر به له ترمپ سره له لومړۍ لیدنې مخکې ویلي، د افغانستان جګړه پوځي حل لار نلري او په دې اړه به له ترمپ سره خپلې غوښتنې مطرح کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان خپلو خلکو ته ډاډ ورکوي؛ نه یوازې زه، بلکې اوس ټوله نړۍ وایي، چې افغانستان یوازې پوځي حل لار نلري. زه به ستاسو ټولې غوښتنې له دونالد ترمپ سره مطرح کړم او تاسې به ونه شرموم.

د ترمپ د دولت یوه جګپوړي چارواکي ویلي؛ ټاکل شوې په دې کتنه کې له عمران خان وغوښتل شي، چې د افغانستان سولې لپاره ګام پورته کړي او اسلام آباد دې د ترهګرو خلاف اقدام وکړي.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه ریاست هم هیله من دی، چې د پاکستان د لومړي وزیر او دونالد ترمپ دا کتنه به د افغانستان د سولې پر بهیر مثبت اغېز ولري.

د احمد ولي مسعود ټاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال لطیف نظري ویلي؛ تر هغې، چې پاکستان په دې لیدنه کې د ډاډ وړ امتیازات تر لاسه نکړي؛ هغه تمه، چې ترمپ یې ترې لري عمران خان به یې ونه مني.

دا لیدنه پر داسې مهال تر سره کیږي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې هوکړې ته نږدې شوې ده.

افغان حکومت هیله من دی، چې د خان او ترمپ کتنه به د افغانستان د سولې پر بهیر مثبت اغېز ولري.

د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال امید میثم وایي؛ په داسې یو پړاو کې، چې نړیوالې اړیکې مو راکمې شوي؛ خو هیله من یو، چې سولې ته د رسیدو لپاره د سیمه ییزې همغږۍ او رښتینو هڅو لیدونکي شو.

د پاکستان  او امریکا د مشرانو دا کتنه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې دواړه هېوادونه اوسمهال چندان جوړ هم ندي؛ ترمپ د تېر میلادي کال په لومړیو کې څرګنده کړېوه، چې پاکستان دروغجن دی له یوې خوا له امریکا په میلیاردونو دالر اخلي او له بلې خوا د ترهګرو ملاتړی دی.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!