Connect with us

تازه خبرونه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د اغزن تار لګول بیا پیل شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-03-26-14h31m21s190

د پاکستان د پوځ لوی درستیز وایي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله د اغزن تار لګول پیل شوي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه په ډاګه کړې؛ کټارې به لومړی په هغو سیمو کې لګول کیږي، چې وسلوال پرې په آسانۍ تګ راتګ کولی شي.

جنرال باجوه دغه خبره تېره ورځ قبایلي سیمو ته د خپل سفر پر مهال کړې ده.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز دغه راز څرګنده کړې، چې د باجوړ او مومند ایجنسۍ له ټولو ډېرې خطرناکې سیمې دي او پوځ به اول په همدغو سیمو کې کټارې لګوي.

جنرال باجوه ويلي، چې افغانستان سره پر کرښه يې د څار او پلټنې تخنيکي نظام جوړ کړی او د بريدگرو د مخنيوي په موخه هوايي گزمې هم روانې دي.

پاکستان څو کاله وړاندې د بلوچستان له چمن څخه تر پکتيکا ديورند کرښې ته څېرمه خنډقونه کيندلي او ورسره يې خيبر او کرمې ايجنسيو  په ځينو سيمو کې هم اغزن مزی لگولی و.

پاکستان د مخکيني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم پر ډيورنډ کرښه د اغزن مزي لگولو هوډ کړی و؛ خو کرزي يې مخالفت وکړ او په دې اړه يې د پاکستان څرگندونې رد کړې وې.

د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې ویل شوي، چې له افغان مقاماتو سره د پولې مدیریت او امنیت په اړه خبرې شوي دي.

افغان حکومت د پاکستان د دغه چارواکي د څرګندونو په اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د پاکستان رسنيو پر ديورند کرښه د اغزن مزي د لگولو خبر په داسې وخت کې خپور کړی، چې دوه اوونۍ وړاندې په لندن کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې خبرې اترې شوې وې. دې ناستې ته د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر او د پاکستان پر استازیتوب د لومړي وزير نواز شريف د بهرنيو اړيکو سلاکار سرتاج عزيز ورغلي وه.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفير عمر زاخېلوال ويلي وه، چې په دې ناسته کې به د لارو پر پرانيستو سربېره په دواړو هېوادونو کې د ترهگريزو بريدونو په مخنيوي خبرې هم وشي.

که څه هم تراوسه د لندن ناستې جزيات رسنيو ته څرګند شوي نه دي؛ خو يو شمېر څارونکي وايي، چې اتمر له پاکستانيو چارواکو سره پر «سرحدي مديريت» خبره کړي او پاکستان له دغې ناستې وروسته پر ديورند کرښه د اغزن مزي د لگولو کار پيل کړ.

د لندن په ناسته کې دا هم ویل شوي وه، چې خوندي او سوله ییزه پوله د دواړوهېوادونو په ګټه ده.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!