عاجل خبرونه

د افغانستان ښوونیز نصاب له نیمګړتیاوو ډک دی- ښوونکي

(Last Updated On: March 24, 2019)

د افغانستان یو شمېر ښوونکي وایي، چې د هېواد د پوهنې ښوونیز نصاب د سیمې او نړۍ له ښوونیزو نصابونو څخه ډېر وروسته پاتې دی.

یو شمېر ښوونکي وايي، چې د نصاب په کتابونو کې پر املایي تېروتنو سربېره نورې نیمګړتیاوې هم شته، چې باید پاملرنه ورته وشي.

په نکریزو د لاسونو سره کول، ناوې د خاوند کورته څنګه ځي، د نکاح شپه او داسې نور موارد د دولسم ټولګیو د زدکوونکیو په کتابونو کې ځای پر ځای شوي دي. دغه راز پر دې سربېره ځينې نور داسې موضوعات هم شته، چې په نصاب کې ځای ورکړ شوی؛ حرفه، د کور تدبیر، سپورت او کمپیوتر، چې یوازې په شفاهي توګه تدرسیږي.

زده کوونکي وايي، چې په نصاب کې باید پر اساسي مضمونونو تمرکز وشي.

په تېرو اتلس کلونو کې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې په همکارۍ د پوهنې او معارف د ودې لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو د پوهنې منځپانګه له ستونزو او نیمګړتیاوو ډکه ښکاري.

ښوونکی زمان الدین فرقان یار وایي، چې ساینسي مضامینو ته باید ډېره پاملرنه رامنځته شي؛ ریاضیات او مثلثات د کانکور یوه برخه ده او په ټوله کې نصاب له ستونزو او نیمګړتیاوو ډک دی.  

د پوهنې وزارت پخوانی مرستیال صدیق پتمن وايي؛ اوس اړتیا ده؛ ځکه هغه نصاب، چې په بیړنیو حالاتو کې جوړ شوی باید اصلاح او له نړیوالو معیاریونو سره برابر شي.

ولسمشر غني هم تېر کال ویلي وه، چې ښوونیز نصاب د اوسني پېر له غوښتنو سره برابر ندی او ټینګار یې وکړ، چې په دې اړه باید هر اړخیزه څېړنه وشي.

خبریال: علي اصغري

 

About Ariana News

Check Also

د اوبو شبکو جوړولو د ۳۱ پروژو تړونونه لاسلیک شول

(Last Updated On: April 16, 2019)د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي، د هېواد اوبه …