عاجل خبرونه

د افغانستان د سولې امریکایي استازی کابل ته راورسیده

(Last Updated On: January 15, 2019)

د افغانستان په سوله کې د امریکایي پلاوي مشر زلمی خلیلزاد کابل ته رارسیدلی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت په ډاګه کړې، چې ښاغلی خلیلزاد به په دې سفر کې له حکومتي او سیاسي مشرانو سره د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر په اړه د راتلونکیو ګامونو پر پورته کولو خبرې وکړي.

د امریکا سفارت د څرګندونو له مخې؛ امریکا له افغان حکومت سره پر بشپړې همغږۍ د سولې بهیر تر هغې روان ساتي، چې د افغانانو تر منځ خبرو ته زمینه برابره شي.

دغه راز ویل شوي، چې په افغانستان کې موخه لدغو لیدنو څخه د ښکېلو ډلو هڅول دي، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته سیاسي حل رامنځته شي.

ښاغلي خلیلزاد د سولې په اړه خپل څلورم سفر له هنده پیل کړ او له هندي، عربي او چینایي چارواکو چارواکو سره یې په خبرو کې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ډاډ تر لاسه کړی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د سلام مخابراتي شرکت پر سیمه ییزې څانګې دوه ماین چاودنې شوي

(Last Updated On: September 21, 2019)د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه …