تازه خبرونه
د ریکا په اومه ناسته کې د لاجوردو لارې تړون لاسلیک شو
د ریکا په اومه ناسته کې د لاجوردو لارې تړون لاسلیک شو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دې غونډه کې د سیمې د هېوادونو تر منځ همکاري د ثبات د ودې لپاره ګټوره بولي.
د افغانستان ترکیې، ترکمنستان، آذربایجان او ګرجستان ترمنځ د لاجوردو لار تړون لاسلیک شو. ټاکل شوې دغه لار له ترکمنستان اذربایجان او ګرجستان تورې بحیرې ته او له هغه وروسته ترکیه او افغانستان له ازادو اوبو سره ونښلوې. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه اقدام د سیمه ییز ثبات د ښه والي لپاره ګټور بولي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني وایي: (د ریکا اومه ناسته په داسې حال کې تر سره کېږي چې د سیمې هېوادونه بنسټېز اقتصادي امنیت ته اړتیا لري، په دې ناسته کې ګډون د دې ستونزې د حل او هدف ته د رسېدو په مانا ده)
په همدې حال کې د ریکا په غونډه کې د هند او افغانستان استازي هم په سیمه کې د پانګونې په برخه کې د اسانتیاو په رامنځ ته کیدو ټینګار کوي.
سرتاج عزیز د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو اړیکو سلاکار په دې هکله وایي: (د افغانستان او پاکستان سوداګرو ته د اسانتیاو د برابرو لپاره له افغانستان څخه پاکستان ته صادرات کیږي او دغه لاره خلاصه ده. یو شمیر سوداګریز توکي چې له هند څخه پاکستان او افغانستان ته راوړل کیږي اداري پروسیجر ته اړتیا لري د اسانتیاو لپاره پاکستان په دې برخه کې کار کوي.)
مباشر جواد اکبر د هند د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وایي: (پاکستان د هند او افغانستان د سوداګرۍ او ترانزیت په وړاندې خنډونه رامنځته کوي؛ خو دغه خنډونه یوازې افغانانو ته زیان رسوي له بلې خوا هند هڅه کوي چې د افغانانو لپاره د آسانتیاو د رامنځ ته کولو لپاره ځینې پلانونه عملي کړي).
افغانستان هم هڅه کوي چې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د پانګې اچونې زمینه لا برابره کړې په همدې حال کې ترکمنستان هم په دغه موضوع ټینګار کوي.
رشید میرادیف د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وایي: (ترکمنستان به د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړې ترڅو دې هېواد کې وضعیت بدلون وکړې او اقتصادي ثبات رامنځ ته شي).
ریکا یا د سیمي د اقتصادي همکاریو سازمان په ۲۰۰۵ زیږدیزکال کې رامنځ ته شوي تر دې وړاندې د دغه سازمان غونډې په کابل، استانبول او نوې ډهلې او اسلام اباد کې ترسره شوې وې.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ