عاجل خبرونه

د بیات پاور د حرارتي برښنا لومړی پړاو د بشپړیدو په حال کې دی

(Last Updated On: June 16, 2019)

له طبیعي ګاز څخه د حرارتي برښنا د پروژې لومړۍ پړاو، چې د بیات پاور لخوا عملي کیږي د بشپړیدو په حال کې دی.

بیات پاور په افغانستان کې د حرارتي برښنا د تولید لومړنی شرکت دی، چې په دې برخه کې یې میلیونونه دالر پانګونه کړې ده.

د بیات پاور له طبیعي ګازو څخه د حرارتي برښنا د تولید لومړی پړاو د بشپړیدو په حال کې دی، چې په کې به دوه څلوېښت میګاواته حرارتي برښنا تولید او دوه سوه زره کورنۍ به روښانه کړي؛ یو میلیون کسان به د برښنا له ګټې برخمن شي او سلګونه فابریکې به د اړتیا وړ برښنا تر لاسه کړي.

د بیات پاور لوی مشر احسان الله بیات، چې له طبیعي ګازو څخه د حرارتي برښنا د تولید له پروژې یې لیدنه کوله ویلي؛ ډېر ژر به د دغې پروژې لومړی پړاو بشپړ شي، چې په پرمختللیو او دستګاوو به سمبال شي.

د دغې پروژې په دوه یم پړاو کې به دوه نوي میګاواته او په درېیم پړاو کې به دوه سوه میګاواته برښنا تولید شي.

د بیات پاور رييس احسان الله بیات وايي، چې دغه کمپني غواړي په نړیوالو معیارونو برابره حرارتي برېښنا تولید کړي.

د رسمي معلوماتو له مخې؛ افغانستان د کال په بېلا بېلو فصلونو کې له یو سل و پنځوس تر درې سوه اتیا میګاواته برښنا د تولید وړتیا لري او یوولس سوه میګاواته نوره برښنا له نورو هېوادونو پیري.

د بیات پاور پروژې له بشپړیدو سره، چې په لومړي پړاو کې به دوه څلوېښت میګاواته، په دوه یم پړاو کې به دوه نوي میګاواته او په درېیم پړاو کې به دوه سوه میګاواټه برېښنا تولید کړي او د افغانستان د برښنا له شبکې سره د وصل کیدو په صورت کې له هغه ډېره برښنا تولید کړي چې اوس په افغانستان کې تولیدیږي.

د بیات پاور لوی مشر احسان الله بیات وايي؛ دغې کمپنې په دې برخه کې اساسي او معیاري ګامونه پورته کړي، چې په دې برخه کې به نورو دغه ډول پروژو ته لار پرانیزي.

د بیات پاور حرارتي برښنا د درې ګونه پړاوونو پر بشپړیدو به له یو میلیون څخه ډېرې کورنۍ له برښنا برخمنې شي، چې څو میلیون وګړي به په بېلا بېلو ولایتونو کې  ترې ګټه پورته کړي، سلګونه فابریکې به د اړتیا وړ برښنا تر لاسه کړي او سلګونه کسان به په کې کار وکړي.

کارپوهان وايي؛ دا په هېواد کې د برښنا له درکه پر ځان د بسیاینې لپاره د بیات پاور لخوا لومړی او بسټيز ګام دی، چې اخیستل شوی دی.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د لوګر په خروار کې ۹۰ میله وسلې ترلاسه شوي

(Last Updated On: July 16, 2019)د لوګر امنیتي چارواکو څرګنده کړې، چې د دې ولایت …