عاجل خبرونه

د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره به له هر غوراوي کار واخیستل شي- مراد علی مراد

(Last Updated On: April 16, 2017)

vlcsnap-2017-04-16-18h52m46s53

د افغانستان د لوی درستیز مرستیال وایي، د اړتیا له مخې به د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره له هر غوراوي کار واخیستل شي.

امریکا د جګړې په میدان کې د لومړي ځل لپاره داسې ستر غیراتومي بم وکاراوه، چې مور بم نومیږي. دغه بم په اچین ولسوالۍ کې د داعش پر سمڅو غورزول شوی دی.

د امریکا لخوا د غه بم پر کارولو د پخواني ولسمشر حامد کرزي، پاکستان، روسیې او طالبانو غبرګونونه را پاریدلي دي.

 د ملي دفاع وزارت وایي، که هر څوک د داعش او طالب په وړاندې په مبارزه کې رښتینی عمل ونه کړي، زیان به وویني.

د ملي دفاع وزارت د  لوی درستیز مرستال مراد علي مراد ل وایي، دې بم داعش ته درانده مالي او ځاني زیانونه واړول، او د داعش د سمبالښت هسته یې له منځه یوړه.

د نوموړي په وینا؛ په دې برید کې له ۹۵ ډېر داعشیان وژل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وایي، چې  د بم غورزولو په ساحه کې هیڅ ملکي زیان نه دی لیدل شوی.

د ملي دفاع وزارت اچین ولسوالۍ د داعشیانو لپاره ستراتیژیکه سمه ګڼي او وایي، چې په دې سیمه کې د وسلوالو د ځپلو عملیات اوس هم  روان دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بې بایو متریک رایو تر باطلیدو هیڅوک ټاکنیزې پایلې اعلامولی نشي- حکمتیار

(Last Updated On: November 19, 2019)د سولې او اسلامي عدالت د ټاکنیزې ډلې مشر ویلي، …