عاجل خبرونه

د غزني ولایت د ټاکنو بهیر به په ټاکنیزو حوزو کې تر سره شي

(Last Updated On: June 25, 2018 6:33 pm)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له بشپړ غور وروسته په ډاګه کړې، چې د غزني ولایت د ټاکنو بهیر به په ټاکنیزو حوزو کې تر سره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي، چې د دغه ولایت د قومي مشرانو، سیمه ییزو چارواکو، ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست له بشپړ غور وروسته وپتیل شوه، چې د غزني ولایت د ټاکنو بهیر دې په درې ټاکنیزو حوزو کې تر سره شي.

تر دې دمه د ټاکنو څارونکیو بنسټونو د دغې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړده، چې د ناامنیو پر لامل په دې ولایت کې ټاکنو ته د رای ورکوونکیو د نوملیکنې بهیرونه تر سره نشول او دې کار په مرکز او ولایتونو کې د اړوند بنسټونو او  شنونکو بېلابېلې نیوکې راپورته کړې. ان تر دې، چې د آریانا نیوز د تېرې شپې په(تحول) کې میلمنو په ډاګه کړه، چې: که په غزني کې ټاکنو ته شرایط برابر نشي؛ نو په ولسي جرګه کې به تر هغې پخواني استازي د غزني په استازیتوب کار کوي، چې ورته نوي استازي غوره شي.     

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …