عاجل خبرونه

د غزني په اجرستان کې لسګونه طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: مې 21, 2018)

 

سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د غزني ولایت اجرستان ولسوالۍ ته د رارسیدلیو تازه دمو ځواکونو په عملیاتو کې ۴۳ طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري څرګنده کړې، چې د تازه دمو ځواکونو په رارسیدو طالبانو له دې ولسوالۍ تېښته کړې ده.

هغه ویلي، چې اوس په دې ولسوالۍ کې امنیتي حالت ښه شوی دی.

تېره ورځ وسلوالو طالبانو دغه ولسوالي نیولې وه.

طالبانو تر دې دمه د یادې ولسوالۍ د خوشې کولو په اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

د هند منفي کړنې د افغانستان د سولې بهیر زیانمنولی شي- پاکستان

(Last Updated On: فبروري 19, 2019) په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، که هند …