د غزني د قرباغ ولسوالۍ د خلکو لانجه د بندیانو په تبادله پای ته ورسیده

(Last Updated On: March 17, 2018)

د غزني د قرباغ ولسوالې د نیخته او شېرآباد کلیو د اوسیدونکیو لانجه د دواړو لوریو د بندیانو په تبادله پای ته ورسیده .

د غزني د قرباغ ولسوالۍ د نیخته او شېرآباد کلیو د اوسیدونکیو ترمنځ له پخوا راهیسې د اوبو لانجه وه؛ خو هغه وخت یې زور واخیست، چې د شېرآباد کلي اوسیدونکیو ادعا وکړه، چې دوه کلیوال يې د نیخته کلي د اوسیدونکیو له خوا وژل شوي او څو نور برمته دي. دوی پېنځه ورځې د کابل ـ کندهار لار وتړله؛ خو په پای کې یې د نیخته د کلي دوه کسان هم ووژل.

حکومت د دې ستونزې د حل په موخه پلاوی ولیږه.

د پلاوي مشر محمد عارف شاه جهان وايي، د نیخته کلي څو اوسیدونکي د شېرآباد له اوسیدونکیو سره بندیان ول، چې وتوانیدو اسیران تبادله او ستونزه حل کړو.

 که څه هم د دواړو کلیواوسیدونکي د پلاوي له پرېکړه خوښ دي؛ خو وايي، دا ستونزه په اساسي توګه نه ده حل شوې.

د غزني والي عبدالکریم متین په شېر آباد کلي کې د طالبانو د اړوند وسلوالو شتوالی مني؛ خو تر دې دمه د شېرآباد کلي خلکو د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

له مرکزه د ورغلي پلاوي غړيو ویلي، که څه هم دا ستونزه په اساسی توګه نه ده حل شوې؛ خو مرکزي حکومت حاضر دی، چې د نوې لانجې له پیدا کیدو سره بیا دا لانجه حل کړي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ډېر ژر به ۱۵۰۰ملي بسونه په کابل ښار کې تګ راتګ پیل کړي

(Last Updated On: September 23, 2019)کابل ښاروالۍ ویلي، چې د میلیونونه افغانیو پر ارزښت يي …