د تاپي پروژې د امنيت پلي کيدو لپاره عمليات پيل شوي- ساپی

(Last Updated On: فبروري 27, 2018)

د هلمند امنیه قومندان وايي؛ د تاپي پروژې د ګاز نللیکې  د امنیت خوندي کولو لپاره مو په هغو سیمو کې  عمليات پيل کړي، چې دمکړۍ تر ګواښ لاندې دي.

د هلمند امنیه قومندان مل پاسوال عبدالغفار ساپی وایي؛  د تاپي پروژې د غوره تر سره کولو په موخه  له همداوسه تدابیر نیول شوي او پر هغو سیمو، چي تاپي پروژه تېریږي امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړي، چې د دې مهمي پروژي پلې کولو ته زمینه برابره شي.

هغه زیاتوي؛ په ګرشک ولسوالۍ کي پولیس له نورو امنیتي ځواکونو سره د پروژې د امنیت ساتنې لپاره خلک هڅوي او د جګړي هغه ګواښونه له منځه وړي، چي د پروژې پر وړاندي موجود دي.

د دي ولایت اوسیدونکي له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي، چي بې روزګاره ځوانانو ته په دې پروژه کي لومړيتوب ورکړ شي؛ مسلکي او وړ کسان یې هم وګماري.

تاپي پروژه له ترکمنستان څخه پيل شوې؛ دا مهال يې کار له هرات ولايت څخه د تېري جمعې په ورځ پيل شو، چي ډېر ژر به تر هلمند او کندهاره را ورسيږي او وروسته به پاکستان او هندوستان ته وغزيږي.

خبریال: بريالی رحيمي

About Ariana News

Check Also

د ولسمشرۍ مانۍ مخې ته د عدالت غوښتنې لاریون تر سره شو

(Last Updated On: نوومبر 12, 2018) سلګونه کسانو د دوشنبې پر ورځ( د لړم ۲۱) …