عاجل خبرونه

د بریتانیا دفاع وزیر په کابل کې له خپل سیال سره لیدلي

(Last Updated On: March 18, 2018)

په کابل کې د بریتانیا سفارت په ډاګه کړې، چې نن غرمه مهال د دغه هېواد دفاع وزیر ګاوین ویلیامسن د افغانستان له دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او بریتانیایي ځواکونو سره لیدلي دي.

کابل ته دا د بریتانیا د دفاع وزیر ښاغلي ویلیامسن لومړنی سفر دی.  

د بریتانی دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې بریتانیا یو باثباته افغانستان ته اړتیا لري. د امنیتي خدمتونو د وړتیاوو پیاوړتیا، چې د افغانستان د سولې او ثبات بنسټ جوړوي؛ د بریتانیا په کاري لومړیتوبونو کې راغلي دي.

په هغه خبرپاڼه کې، چې د دغه هېواد سفارت خپره کړې؛ راغلي، چې نوموړي له خپل سیال سره په لیدنه کې خپلې ژمنې نوې کړي او یو ځل بیا یې پرې ټینګار کړی دی.    

ښاغلي ویلیامسن د کابل د لویدیځ په قرغه سیمه کې د افسرانو له اکادمۍ څخه، چې برتانیاوي روزونکي په کې افغان ځواکونه روزي، هم لیدنه کړې ده.

د یادونې وړه ده، چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې ۳۰۰۰ ښځینه او نرینه فسران له دې اکادمۍ فارغ شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ملګرو ملتونو او ټاکنو کمیسیون له ټاکنډلو سره د ګډې ناستې پرېکړه کړې

(Last Updated On: December 6, 2019)د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ملګري ملتونه له ټاکنیزو ډلو …