د تازه میوو افغان سوداګر هر کال ۶۰ میلیون دالر زیان ویني

(Last Updated On: اپریل 21, 2017)

vlcsnap-2017-04-21-19h46m12s121

هر کال افغان سوداګرو ته د تازه میوو په کاروبار کې شپیته میلیون دالر تاوان رسیږي.

دوه میاشتې وروسته به د افغانستان میوې پخې شي؛ خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، چې حکومت د تازه میوو صادراتو لپاره پلان نه لري.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال باز محمد افسرزی وايي، حکومت تېرکال  ژمنه کړې وه، چې د هېواد د تازه میوو لپاره کارګو جوړوي، چې  منځنۍ آسیا هیوادونو ته  به د تازه میوو صادراتو ته ګټوره زمینه برابره شي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي وخت کې د هېواد په پېنځه ولایتونو کې د لویو سوداګریزو سړخونو تړونونه لاسلیک شوي، چې اوس ورک دي او مونږه دې روان  نظام ته بیخي حیران یو.

افسرزی زیاتوي، د تازه میوو  لپاره د بازار او سړخونو نشتوالی د دې سبب شوی، چې سوداګر شپېته میلیون ذدالر زیان وویني.

د هغه په وینا؛، مونږه په ګاونډ هېوادونو او سیمه کې ښه مارکیتو نه لرو؛ خو کار ورته پکار دی او مسوول بنسټو نه کار نکوي او هر کال د تازه مويو په موسم کې پرمونږ افت رانسکو شي.

د اقتصادي چارو کارپوه  سیدقیاس سعیدي بیا په وزیرانو نیوکه کوي، چې په وینا یې د اصلی کارونو پر ځای د څوکیو د ساتنې هڅې کوي.

نوموړی وایي؛ د کرني او سوداګرۍ وزیران د دې پرځای، چې خپلو مسوولیتونو ته متوجي شي دوی له وکیلانو سره د پروژو پر وېش اخته کیږي.

د افغانستان میوې هر کال د سړکونو پر سر په ټیټه بیه پلورل کیږي؛ خو، چې کله د میوو فصل پای ته ورسیږي، د ایران، پاکستان او نورو هېوادونو میوې په لوړ قیمت بازار ته وړاندې کیږي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

د بلخ نومیالی هنري لوبغاړی ووژل شو

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) امنیتي چارواکو ویلي، چې په بلخ کې د دغه …