د زابل پر مرکز کلات ښار د وسلوال برید مخه نیول شوې

(Last Updated On: August 11, 2018 4:09 pm)

د  زابل امنیه قومندان سمونوال محمد مصطفی مایاروایي،  تېر ماښام  شاوخوا دېرش وسلوالو غوښتل، چې د مرکز کلات د ښادو او حاجي اصغر کلیو له اړوند سیمو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي؛ خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.

هغه وایي، د امنیتي سرتېرو او طالبانو ترمنځ په دغه جګړه کې شپږ وسلوال وژل شوي، چې جسدونه او وسلې یې د جګړې پر میدان پاتې دي.

سرتېري وایي، امنیتي ځواکونو ته په دغه جګړه کې هیڅ زیان ندی اوښتی.

 

About Ariana News

Check Also

حکومت او طالب استازیو د سولې په اړه د مشورې هوکړه کړې- روسیه

(Last Updated On: September 23, 2018 3:37 pm) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی …