د راروانې دوشنبې په ورځ به له پاکستان څخه د ستنیدو لړۍ بیا پیليږي

(Last Updated On: اپریل 1, 2017)

vlcsnap-2017-04-01-13h41m31s195

له څه باندې څلور میاشتو ځنډ وروسته د راروانې دوشنبې په ورځ به له پاکستان څخه خپل هېواد ته د افغان کډوالو د ستنیدلو لړۍ بیا پیل شي.

په اسلام آباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ویاندې میرمن دنیا اسلم خان په ډاګه کړې، چې؛ د دغه بهیر د پیل په لومړیو دوه میاشتو کې به د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت هغه کډوال، چې له وړاندې یې خپل هېواد ته د ستنیدلو لپاره نومونه لیکلي استانه شي.

میرمن دنیا اسلم خان زیاته کړې؛ په خیبر پښتونخوا کې تراوسه څلوارلس زره کډوالو هېواد ته د ستنیدلو لپاره خپل نومونه لیکلي او د اپریل او، می په میاشتو کې به افغانستان ته ستانه کړای شي.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت چارواکي وايي؛ سږکال راجستر شویو راستنیدونکیو افغانانو ته، چې له پاکستان څخه پخپله خوښه افغانستان ته راستنیږي، د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ مرستې تر پنځوس فیصده راکمې شوې دي.

About Ariana News

Check Also

طالبانو په فراه کې ۹۰ سیمه ییز پولیس نیولي او ۴۰ سرتېري وژل شوي

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د فراه ولایتي شورا په ډاګه کړې، چې د …