عاجل خبرونه

د خبریالانو د خوندیتوب لپاره نوې تګلاره تر کار لاندې ده

(Last Updated On: May 03, 2018 6:59 pm)

د مې درېیمه د رسنیو نړیواله ورځ په افغانستان کې د غویی پر لسمه د وژل شویو خبریالانو د فاتحې له مراسمو سره ونمانځل شوه.

 دې مراسمو ته د قربانیانو د کورنیو غړي ورغلي وه او پر حکومت یې له دې کبله نیوکه وکړه، چې د خبریالانو امنیت یې نه دی خوندي کړی.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي؛ په کابل کې پر خبریالانو د وروستي برید هر اړخیزه څېړنه روانه ده او د دې لپاره، چې د دغه راز بریدونو مخنیوی شوی وي، د خبریالانو د خوندیتوب لپاره نوي پلانونه تر کار لاندې دي.

دا، چې د حکومت تر څارنې لاندې سیمې ته ځانمرګی تر خبریالانو څرنګه ورسیده او دا غمیزه یې رامنځته کړه ؛ د حکومت اجرائیه رییس ورته داسې ځواب برابر کړی دی:  

د پېښې پلټنه باید داسې پیل شي، چې دې پوښتنې ته ځواب ومومو، چې ولې دغه کار شوی او پېښه څرنګه رامنځته شوې ده.

خبریاله نرګس هورخش، چې د همکارانو مرګ یې اوس هم ځوروي او اوښکې یې په سترګو کې وچې شوې نه دي؛ وایي، د حکومت خبرې د باور وړ ندي؛ اوس اوس یې پر دې غور پیل کړی، چې خبریال د پېښو د پوښښ پر مهال څرنګه وژغورل شي.

هغې زیاته کړې، چې د خپلو قرباني شویو همکارانو غچ به د رسنیو په سنګر کې اخلي.

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې غړی صدیق الله توحیدي وایي؛ اندېښنه داده، چې په ۲۰۱۸ کال کې به د خبریالانو د تلفاتو کچه نوره هم لوړه شي.         

تېرو دوه اوونیو کې یوولس خبریالان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي؛ څه، چې د افغانستان د رسنیو په تاریخ کې بې سارې چاره ده او د بیان د آزادۍ د لارې لویه قرباني یادیږي.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …