د داعش د هغو غړیو نیول، چې د فیسبوک له لارې ورسره یوځای شوي وه

(Last Updated On: فبروري 19, 2017)

Daish

د داعش یو شمېر نیول شوي جګړه مار وايي، چې د ټولنیزو شبکو او په ځانکړې توګه د فیسبوک له لارې له داعش سره ملګري شوي وه.

 په ننګرهار کې د داعش دغه نیول شوي جګړه ماران زیاتره له شل کلونو ټيټ عمر لري.

دوی وايي، چې پر کابل سربېره د ګڼو ولایتونو وګړي له داعش سره یو ځای شوي او د افغان دولت پر وړاندې جګړه کوي.

د ننګرهار په ده بالا ولسوالۍ کې له داعش سره جنګیدونکي افغان سرتېري بیا وايي، چې د وسلو او مهماتو له کمي سره مخ شوي دي.

زبیر نومی کونړی اتلس کلن ځوان مخکې له دې، چې له دولسم ټولګي فارغ شي، د داعش ډلې د تبلیغاتو په لومه کې لویدلی او وايي، چې له داعش سره له یو ځای کیدو وروسته په دې تمه وم، چې پاکستان ته د دغې ډلې لخوا د پوځي زدکړو لپاره واستول شم.

فضل احمد نومی د کابل د میرویس میدان اوسیدونکی وايي، چې د خپلو دوستانو او ملګرو له تبلیغ وروسته داعش ته ورغلم.

نوموړی زیاتوي، چې پر افغانانو سربېره ګڼ شمېر بهرنیان هم د داعش په لیکو کې جنګیږي.

د نوموړي په وینا؛ قومندانانو یې له خپلو جګړه مارو سره ناوړه چلند کاوه او په دغه ډله کې فزیکي تاوتریخوالی هم روان و.

ګل نبي بیا د نورو داعشیانو په پرتله بېله او ځانګړې کیسه لری. د هغه پلار څو میاشتې مخکې د کوټ ولسوالۍ په دروازه کې ځانمرګی برید وکړ، چې ویل کیږي؛ یو شمېر ملکي کسان په کې ووژل شول. کل نبي د داعش په ډله کې د ماین ايښودني دنده درلوده، چې افغان ځواکونو ونیوه.

د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې افغان ځواکونو د داعش پر سنګرونو سخت بریدونه پیل کړي دي. فقیر الله نومی سرتېري وايي، چې د سرتېرو او مهماتو له کمي سره مخ دي؛ خو د افغان سرتېرو شل کسیزه ډله په سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښه ساتي.

افغان ځواکونو په ننګرهار کې د داعش په وړاندې پخوا هم څو واره عملیات وکړل؛ خو د داعش له لاسه د نیول شویو سیمو په ساتنه کې پاتې راغلل.

اوس افغان مسوولین وايي؛ د هغو سیمو ساتنه به کوي، چې له داعشانو څخه یې د جګړې پر زور ونیسي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د چارواکو په وینا  ۱۷ سرتېري د داعش په ناڅاپي برید کې وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

خبریال: فواد ناصري

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …