عاجل خبرونه

د ثبات او همپالنې ډلې د ارګ او نوماندانو تر منځ د منځګړیتوب ټتر وواهه

(Last Updated On: May 24, 2019)

د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډ‌له د ولسمشرۍ ماڼۍ او ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو تر منځ د خبرو غوښتنه لري.

د ملی وحدت حکومت د کار د دوام په تړاو د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې یوه اعلامیه خپره کړې ده. اجرائیه رییس، چې خپله هم د ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی وایي، پخپل وخت د ټاکنو نه تر سره کیدل له یوې خوا په خلکو او سیاسي غونډو کې د ملي وحدت حکومت د کار د دوام په تړاو پوښتنې را ولاړې کړي او بل خوا د سیاسي ګوندونو، د دولت د مشرتابه او ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو تر منځ یې جدي اختلافونه را پورته کړي دي.

د ثبات او همپالنې  ټاکنیزه ډله د ولسمشرۍ ماڼۍ او د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو تر منځ د خبرو غوښتنه لري.

د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډ‌لې دوه یم مرستیال اسدالله سعادتي وایي، د اساسي قانون په ۶۱ ماده کې د ولسمشر د کار پای وخت معالوم دی او هیڅ قانوني پلمه هم شتون نلري.

که څه هم دا ټاکنیزه ډله مني، چې د ملي وحدت حکومت د یوې هوکړې له مخې رامنځته شوی؛ خو په وینا یې باید دا حکومت هم د ولسمشریزو ټاکنو د یوه معیاد تابع وي.

د احمد ولي مسعود د ټاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال عبدالطیف نظري هم، چې د ولسمشر غني د کار  د دوام مخالف دی؛ داسې ښکاري، چې له ارګ سره د خبرو پلوي کوي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په خپره شوې اعلامیه کې داسې ښکاري، چې عبدالله عبدالله د ارګ له ځینو پرېکړو سره موافق ندی او د ملي وحدت حکومت د مشرانو تر منځ  اوس هم اختلافونه پخپل ځای دي.

مخکې سترې محکمې  ویلي وه، چې د تاکنو تر  ترسره کیدو پورې ولسمشر غني کولی شي خپل کار روان وساتي؛ خو دا پرېکړه یې د ولسمشریزو ټاکنو د ځینو نوماندانو له مخالفت سره مخ شوه.

خبریال: علی اصغري

About Ariana News

Avatar

Check Also

که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ

(Last Updated On: August 20, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز …