Connect with us

تازه خبرونه

د ( اترا) مرستیال باید لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي- نی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې مسوولین وايي، چې د مخابراتو د تنظیم ادارې( اترا) مرستیال باید لویې څارنوالۍ ته وروپېژندل شي؛ ځکه، چې د تلګرام او وتس اپ د تړلو واک نلري.

حکومت تلګرام او وتس اپ ټولنیزې شبکې تړلي؛ خو په وړاندې یې غبرګونونه را پاریدلي دي.

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداې یا نی رییس احمد مجیب خلوتگر وايي، چې د مخابراتو د تنظیم ادارې یا اترا مرستیال د تلګرام او وتس اپ د تړلو واک نلري.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ حکومت له دغه کار سره د بیان آزادي او قانون تر پښو لاندې کړي او غوښتنه کوي، چې د اترا ادارې مرستیال باید  لویې څارنوالې ته وروپېژندل شي.

د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې په ۵ ولایتونو کې له یو سل و پنځوس خبریالانو سره خبرې کړي او ویلي یې دي، چې د پوښتل شویو خبریالانو دېرش په سلو کې وتس اپ او تلګرام ته لاسرسی نه درلود او پاتې نوروهم نه شو کولی، چې په بشپړه توګه دغه ټولنیزې شبکې وکاروي.

خبریال نوید احمدي له خبري سرچینو سره خپلې اړیکې پرې بولي او وایي، چې حکومت غواړي د خبریال ډاډمنې اړیکې له خبري سرچینو سره پرې کړي او په دې توګه خبریالان تر سانسور لاندې راولي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند نجیب ننګیال وايي، چې دوی د لنډ وخت لپاره وتس اپ او تلګرام تړلي دي.

هغه زیاتوي، چې د دغو شبکو تړل د آزادۍ له بیان سره هیڅ تړاو نلري.

د اترا ادارې په مکتوب کې دا هم راغلي وه، چې پر وتس اپ او تلګرام سربېره د فیسبوک او تویتر ځینې حسابونه هم تړي؛ هغه څه، چې په ټولنیزو شبکو کې پرې سختې نیوکې وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي، چې پر تلګرام او وتس اپ یې د کنترول پیدا کولو لپاره دغه کار کړی دی.

خبریال: باعث حیات

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!