Connect with us

تازه خبرونه

ګلاب منګل: د ډنډ غوري سيمه طالبانو ته نه بلکې قومي مشرانو ته سپارل شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې دا رد کړه چې وایي د بغلان په ډنډ غوري سیمه کې دولت او طالبانو یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی. ګلاب منګل د همدې مسالې په هکله ولسي جرګې استجواب کړی و.

هغه وویل، دوی یوازې د سیمې له قومي مخورو سره تفاهم لیک لاسلیک کړی، څو د وسله والو مخالفینو مخه ونیسي. خو وکیلان دوه برخې شول، د غونډې کړکېچن حالت غوره کړ او د وکیلانو تر منځ آن د لفظي شخړو تر څنګ فزیکي شخړې هم وشوې.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر دغې لانجمنې او له شور او ځوږ ډکې غونډې ته استجواب شوی و. ګلاب منګل وکیلانو ته د بغلان د ډنډ غوري سیمې په اړه معلومات ورکړل کومه سیمه چې د ده په وینا، له نهو میاشتو راهیسې یې خلک له راز راز ستونزو سره مخامخ دي او دوی د ولسمشر په حکم په دې سیمه کې له قومي مخورو سره د طالبانو د فعالیتونو د مخنیوي له پاره تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ګلاب منګل وايي:

«سند له طالبانو سره لاسليک شوی نه دی، په زغرده وایم چې د امنیتي ځواکونو ټول سنګرونه په خپل ځای دي او یوه سانتي متر سیمه هم وسله والو ته نه ده سپارل شوې.»

ځینو وکیلانو د دغه تفاهم لیک ننګه او ځینو نورو بیا مخالفت وکړ.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو استازی محی الدین مهدي وايي:

«تاسې په دې کار سره افغانستان له تجزیې سره مخامخ کړ او د افغانستان یوه سیمه د دولت له حاکمیت څخه بهر شوه، ستاسې دا کار ملي خیانت بلل کېږي.»

پهولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازیاحمد بهزاد وايي:

«دا یو پروګرام دی چې په دې سره ترهګر د منځنۍ آسیا هېوادونو ته لیږدول کېږي او هدف دا دی چې شمالي سیمه په شمالي وزیرستان بدله شي.»

پهولسي جرګه کې دبلخ د خلکو استازې ګلالۍ نور صافۍ وايي:

«ولې ټول عقده یی چلند کوي، دا ښه کار وشو، چې خلک ډنډ غوري کې سوله ییز ژوند لري. دا د ویاړ وړ خبره ده.»

پهولسي جرګه کې دکابل د خلکو استازیالله گل مجاهدوايي:

«له قومی مشرانو سره خبرې وشوې نه له طالبانو سره، ستونزه باید د خبرو له لارې حل کړو او قومي مشران کولای شي چي ستونزې اوارې کړي.»

په دې سره د ولسي جرګې غړي ووېشل شول، د هغوی خبرو قومي، سمتي او تنظیمی لوری خپل کړ، په پايله کې د پنجشير د خلکو د استازي ظهير سعادت او د کندهار د خلکو د استازي لالي حميدزي تر منځ لفظي شخړه په فزيکي شخړې واوښته.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!