Connect with us

تازه خبرونه

کورنیو چارو وزارت د افغان ملي پولیسو د لګښتونو مدیریت په غاړه اخلي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-30-15h40m18s105

کورنیو چارو وزارت د افغان ملي پولیسو د لګښتونو او معاشونو د مدیریت کنترول په خپله غاړه اخلي.

په همدې موخه د کورنیو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې تر منځ یو تفاهم لیک لاسلیک شو.

د دې تفاهم لیک له مخې، ټاکل شوې د افغانستان لپاره د نظم او قانون د وجهي صندوق کنترول اتلس میاشتې وروسته د کورنیو چارو وزارت ته ولیږدول شي.

د افغانستان د پولیسو لګښتونه دا مهال د افغانستان لپاره د نظم او قانون د وجهي صندوق( لتفا) له خوا تامینږي او د ملګرو ملتونو پرمختیایی اداره یا UNDP یې مدیریت په غاړه لري.

مخکې له دې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې د ناوړه مدیریت په دلیل د پولیسو د لګښتونو سلګونه میلیون ډالر بې ځایه لګول شوي دي او ولسمشر غني هم غوښتي و چې د دې مدیریت کنترول دې کورنیو چارو وزارت ته ولیږدول شي.

تر اتلسو راتلونکو میاشتو به د دې مدیریت د کنترول لپاره د کورنیو چارو په وزارت کې د ظرفیتونو په جوړولو کار وشي او وروسته به په رسمي توګه دا وزارت د پولیسو د لګښتونو د پوره کولو مسولیت په غاړه ولري.

vlcsnap-2015-06-30-15h40m31s238

د ملګرو ملتونو د پرمختیایی ادارې لوی رییس ډکلس کي:        

دا نوې پریکړه هغو ننګونو ته ځواب دی چې د بدلون غوښتنه یې لرو، UNDP نه شي کولای ټولو هغو ننګونو ته رسیدګي وکړي چې د حکومت له خوا په ګوته شوي دي. په همدې دلیل مونږ اړتیاوې ترتیبوو څو په رښتینې توګه اتلسو راتلونکو میاشتو کې موخې تر لاسه کړو.

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي همدا راز ټینګار کوي چې د فساد په وړاندې بریا د ترهګرو په وړاندې بریا ده چې غواړي د افغانستان له لارې نړۍ ناامنه کړي:

په دې برخه کې زموږ بریا له ټولو هغو ترهګرو سره په مبازره کې بریا ده چې هره ورځافغانان له ننګونو سره مخ کوي.”

دولسو تخنیکي ډلو په شپږو میاشتو کې د دې تفاهم لیک د متن د چمتو کولو لپاره کار کړی دی.

 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!