Connect with us

تازه خبرونه

په 2014 کال کې نږدې شپیته میلیون خلک بې ځایه شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-20-17h46m30s247

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د نړۍ په ځانګړې توګه افغانستان په کچه بې ځایه شویو خلکو پر زیاتوالي اندیښنه لري.

په هغه راپور کې چې د دې کمیشنرۍ له خوا د پناه غوښتونکو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی، راغلي؛ جګړې او شخړې د دې سبب شوي چې په دوه زره څوارلسم کال کې نږدې شپیته میلیون خلک بې ځایه شي.

په دې راپور کې افغانستان د هغه هېواد په توګه یاد شوی چې دوامداره جګړو په کې د کډوالي بهیر ورځ تر بلې پراخ کړی دی.

د جون شلمه د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمیشنري د دې ورځې په مناسبت یو رپوټ خپور کړ ی.

د دې رپوټ له مخې، په دوه زره څوارلسم کال کې نهه پنځوس اعشاریه پنځه میلیون وګړي په ټوله نړۍ کې بې ځایه شوي چې دا کچه په دوه زره دیارلسم کال کې یوپنځوس میلیون کسانو ته رسېده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنري استازی انتونیو ګتریس:

په افغانستان، سومالیا او نورو سیمو کې د بې ثباتۍ او نښتو لسیزې په ‌دې معنا دي چې ملیونونه کسان له دې سیمو ووځي او یا د اوږدو کلونو له پاره له دې سیمو بهر وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې رییسه یونیکو:

مونږ د افغانستان له خلکو سره په دې برخه کې او افغان کډوالو ته به د دایمي حل لارو د موندنې لپاره له هغوي سره همغږي شو.

په همدې حال کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وایي، د کډوالو د ننګونو د حل لپاره جامع پروګرامونه تر لاس لاندې لري او د کډوالو د عالي کمیسیون د لومړنۍ ناستې په تمه دی چې دا پروګرامونه مطرح کړي.

خو د مشرانو جرګې رییس په دې باور دی چې حکومت د کډوالو د ستونزو د حل لپاره هیڅ پروګرام نه لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په یوه پیغام کې ویلي چې له هرو یوسلو دوه ویشتو کسانو نه یو یې کورنی بې ځایه شوی دی چې د پناه غوښتنه لري او یا یې پناه اخیستې ده.

خبریال: حمید صدیقي

 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!