تازه خبرونه
په ۴۲ ورځو کې د څه باندې ۴ میلیون وګړیو پر تذکرو ستیکرونه لګیدلي
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، په ۴۲ ورځو کې د څه باندې څلور میلیون وګړیو پر تذکرو ستیکرونه لګول شوي او نږدې دوه زره کسانو د ولسي جرګې لپاره د نوماندۍ فورمې اخیستي او اتلس سوه کسانو د ولسوالیو شوراګانو لپاره ځانونه نوماند کړي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي وایي، په درې زره درې سوه پېنځه مرکزونو کې څلور میلیون او ۲۱ زره کسانو ځانونه راجستر کړي، چې دوه میلیون او شپږ سوه زره یې نرینه، یو میلیون او دوه سوه زره یې ښځې، شپږ اویا زره کوچیان او څلور سوه اووه نوي هندوان دي.
په کابل کې څه باندې یو میلیون او څلویښت زره کسان ثبت شوي او په نورستان کې یو سلو دريدېرش زره اووه کسانو ځانونه ثبت کړي، چې کابل یې لوړ او نورستان یې ټیټ رقم لري.
د نوموړي په وینا؛ تر اوسه په ټول هېواد کې نږدې دوه زره کسانو د ولسي جرګې لپاره او اتلس سوه بیا د ولسوالیو شوراګانو لپاره ځانونه نوماند کړي. دوی باید په درې ورځو کې خپلې فورمې بېرته کمیسیون ته وسپاري.
د ولسي جرګې احتمالي کاندید غلام سخي پارسایي وایي: هیله من یم، چې دا بهیر روڼ او ټولو ته د منلو وړ وي.
د ولسي جرګې احتمالي کاندید میر افغان ساپی وایي: د کمیسیون کار د تېر په پرتله روڼ دی او هیله من یم، چې تر پایه همداسې پاتې شي.
د دوشنبې پر ورځ ځینو سیاسي ګوندونو په یوه پرېکړه لیک کې د ټاکنو کمیسیون له اوسنیو کړنو سره مخالفت وکړ. په داسې حال کې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، دوی خپلې پرېکړې د اساسي قانون او د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې تر سره کړې دي.
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ21 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ