تازه خبرونه
په پروان ولايت کې په بدو کې د ښځو ورکول يو دود دی
په پروان کې هم په بدو کې د ښځو ورکړه او ښځې بدلول د هېواد د نورو ولايتونو په ډول يو دود پاتې دی.
د پروان د ښځو چارو ریاست وایي، په بدو کې د ښځو د ورکړې کومه پېښه ورسره ثبت نه ده خو ولایتي شورا وایي چې په یوه کال کې دغه ولایت کې په بدو کې پنځه ښځې ورکړل شوي دي. د پروان ځینې اوسیدونکي وایي، باید په بدو کې د نجونو د ورکړې دود په هېواد کې په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.
په بدو کې د نجونو ورکړه هغه فرهنګ دی چې هېواد کې له ډېرې مودې را په دېخوا روان دی. په پروان کې په تازه پېښه کې خلک یوې قومي پرېکړې ته په انتظار کې دي چې د مقتول د کورنۍ په حق کې څه پرېکړه کوي. له دوو ساعتونو وروسته پرېکړه لومړی په بازار کې اعلانېږي او وروسته د يادې جرګې شاهد اميرګل آريانانيوز ته داسې وايي: “دا پرېکړه وشوه چې نجلۍ دې په بدو کې ورکړل شي خو د مقتول کورنۍ د قومي دودونو له مخې ونه منله.”
د کلي ملک چې په بدو کې د نجونو د ورکړې څو قضیې يې سرته رسولې، له آريانانيوز سره په سختي سره مرکې ته چمتو کېږي او نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي چې هیڅکله به پرې نه ږدي چې د دغه کلي فرهنګ له منځه لاړ شي: “په بدو کې د نجونو ورکول زموږ فرهنګ دی موږ نه پرېږدو چې هېڅ کله هم زموږ فرهنګ له منځه لاړ شي، موږ غربيانو ته هم اجازه نه ورکوو چې زموږ فرهنګ ته زيان ورسوي.”
دیني عالمان وایي، په بدو کې د نجونو ورکړه جواز نه لري او دا چاره د اسلامي مقدساتو خلاف ده.
د جومات ملا امام روح الله روحاني وايي: “په بدو کې د نجونو ورکول په اسلام او شريعت کې جواز نه لري، موږ هم په بدو کې د نجونو ورکول نه منو، دا کار نه په قرآن او نه هم په حدیثو کې شته.”
د سیمې د ګذر وکیل وایي، په بدو کې د نجونو ورکړه په لومړیو کې ښه ښکارېده، خو اوس دا رسم ډېر ناوړه برېښي چې په ځینو مواردو کې د زیاتو کسانو د وژل کېدو سبب ګرځي.
د کلي ملک محمد کبیر وايي: “په پخوا وختونو کې دا کيسې شته وې خو په اوس وخت کې مو د دې کار مخه نيولې ده.”
د سیمې خلک دغه عمل د اسلام خلاف بولي او وایي، خلک باید د تېرو نسلونو ناسم دودونه له منځه یوسي او د خپلو ستونزو د حل له پاره اسلامي قوانینو ته مخه کړي.
د پروان اوسیدونکی عبدالرب وايي: “په اسلام کې په بدو کې د ښځو ورکول نه شته او موږ هم د دې کار پلوي نه کوو.”
چارواکي په پروان کې دا ستونزه تاییدوي.
د پروان د ښځو چارو رییسه نادره ګیاه وايي: “موږ منو چې دا ناوړه دود په پروان کې شته دی خو دا چاره تر ډېره په کليوالو سيمو کې ده دا ډول قضيې نه ثبت کېږي.”
د پروان د ولایتي شورا رییس غلام بهاوالدین جیلاني هم وايي: “موږ په يوه کال کې په بدو کې د ښځو د ورکړې ۵ دوسيې لرلې چې دا خپله نظر تېرو کلونو ته لږه اندازه ښيي، هڅې روانې دي چې نوره يې هم مخه ونيسو.”
د دیني عالمانو په باور د ښځې او مېړه په منځ کې نکاح، د مهر ټاکل او د دواړو خواوو رضایت یو اساسي شرط دی او په بدو کې د نجونو ورکړه د دغو اصولو خلاف عمل دی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ