تازه خبرونه
په هېواد کې پراخ فساد، د پانګونې مخه نیولې
په افغانستان کې د پانګوني له پاره فرصتونه شته؛ خو په سکتوري وزارتو نو کې پراخ فساد او د ظرفیتونو نه شتون دالړۍ په ټپه درولې ده.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي؛ په سکتوري بنسټونو کي د فساد زیاتوالی او د مسلکي کسانو نه شتون د دې لامل شوی، چې بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونه ونکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خوني مرستیال خانجان الکوزی وایي، د اقتصادي بهیرد غښتلتیا له پاره مو دسکتوري وزارتونو وزیران مسلکی نه دي. حتا د اقتصاد په اهمیت هم نه دي خبر او ترڅنګ يي سفیران او اقتصادي اتشې هم د کار خلک نه دي؛ نو بهرنیان به څنګه پانګونه وکړي
د ولسي جرګې غړي هم د پانګې د جذب له پاره له فساد سره مبارزه اړینه بولي.
د ولسی جرګې غړې حبیبه دانش وایي، دا اوس په نوي ډول د فساد له پاره په سکتوري وزارتو نو کي د وزارتونو د وزیرانو او د تدارکاتو د مدیرانو تر منځ اړیکې غزیدلي دي. په فساد کې باید د پانګوني هیله ونه لرو.
د هېواد ملي سوداګر اتبارخان بیا وایی؛ تر هغې، چې حکومت کورني پانګوال حمایه نه کړي، نو هیڅ بهرني پانګوال به پانګونې ته زړه ښه نه کړي.
د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وایي، واحده اقتصادي تګلاره جوړول یو اړین کار دی. ترهغې، چې له فساد سره مباره ونه شي او د سکتوري وزارتونو له کارونو څارنه نه وي؛ ستونزه به همداسي وي.
د اقتصادي چارو کار پوه تاج محمد تلاش وايي، که سکتوري وزارتونو ته مسلکی کسان رانشي؛ نو نړیوال به په افغانستان کې پانګو نه ونکړي.
د هغه په وینا؛ په سکتوري وزارتو نو او سفارتونو کې هیڅ مسلکی کسان نشته. دوۍ حتا د هېواد له اقتصادي اړیکو څخه خبر نه دي؛ نو، ځکه د بهرنۍ پانګوني لړۍ ډپ ده.
د ملي یووالي حکومت مشرانو په خپلو بهرنیو سفرونو کې بهرني پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته هڅولي؛ خو دغه هڅه یې تر اوسه داسې څرګنده پایله نه لري.
دا، چې دوي به په خپلې پاتې واکمني کې وکړی شي، چې دغه هدف تر لاسه کړي؛ هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي.
خبریال: اسلم حجاب.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ20 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ