Connect with us

تازه خبرونه

په هلمند كې د جګړې نوی پړاو پيل شوى

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-03-06-13h59m40s134د هلمند ولايتي شورا غړي وايي؛ وسلوالو د جګړې موسم ته ځانونه چمتو كړي او غواړي په دې ولايت كې هغه سيمې هم ناامنې كړي، چې تراوسه په كې نسبي امنيت و.

دغې جګړې د تېرو درې ورځو راپديخوا کابو په ټول هلمند کې پيل شوې دي، چې چارواکي يې يوازې د نادعلي د جګړې د مرګ و ژوبلې جزيات له رسنيو سره  شريک  کړي.

د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي؛ د شنبې په ورځ  پر نادعلي سربېره د ګرشك ولسوالۍ په ځينو سيمو كې هم  جګړې شوي، چې مرګ و ژوبله يې اړولې، خو كره شمېر یې په ډاګه شوې نه دی.

هغه د دې جګړو لامل په سنګين کې د وسلوالو مخالفينو په وړاندې روان عمليات بولي او وايي، وسلوال مخالفين هڅه کوي د دولتي ځواکونو پام بلې خوا ته واړوي.

د هلمند ولايتي شورا د امنيتي کمیټې مسوول بشيراحمد شاکر بيا د هوا توديدل د دې جګړو پيلامه بولي او وايي؛ د لوړپوړو مسوولينو د نه پاملرنې او نه مديريت له کبله د دې جګړو لمن اوس د لښکرګاه څنډو ته رارسيدلې، چې د شنبې په ورځ د هلمند- کندهار پر لويه لار د ملي اردو دوه پوستې سقوط شوې او نږدې شل کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د هغه په وینا؛ که د دې جګړو د مهارولو له پاره جدي او کوټلي ګامونه پورته نه شي، ښايي نسبي امن ساحې به هم د امنيت له پلوه له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

خبریال: نعمت الله زهير

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!