Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په نوي ډيلي كې د آريانا ۲۰۱۲ كال د هنري ډاليو اوومه ننداره تر سره شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آريانا راديو – تلويزيون د ۲۰۱۲م كال په هنري جشن كې  يو شمېرافغان چارواكو، پياوړيو او پېژندل شويو او ځوانو هنرمندانو، د هند د فرهنگي او هنري ټولنې وتليو څېرو او ميه والو گډون درلود او د دې نندارې له مراسمو يې تود هركلى وكړ.

آريانا راديو- تلويزيون د افغان هنرمندانو د هڅولو په موخه هر كال په بېلابېلو هېوادونو كې هنري نندارې جوړوي.

تېركال دا جشنواره په دوبۍ  كې جوړه شوې وه .

د آريانا- راديو تلويزيون د ۲۰۱۲م كال د هنري ډاليو د وېش اوومه ننداره د هندوستان په پلازمېنه نوي ډيلي كې د شاهانه خوب په نومونې جوړه شوه.

د دې هنري نندارې د خبري پوښښ په موخه انځوريزو او چاپي رسنيو هم گډون درلود.

د آريانا راديو- تلويزيون د نړيوالې شبكې  مسوول عزيز الله آرال گډونوالو ته په ډاگه كړه، چې:

سږنۍ هنري ننداره مو له نورو هغو سره توپير لري. په دې ننداره كې به د هند  او افغان هېوادونو هنرمندان د ختيځ  ټنگ ټكورگډې خواوې رڼې كړي.

هغه ديارلس افغان سندغاړي به دروپېژندل شي، چې په ديارلس بېلابېلو كتگوريو كې د ټنگ ټكور د داورانو او افغانستان د خلكو د رايو پر بنسټ غوره شوي دي.

د آريانا په اوومه هنري ننداره كې سيتا قاسمي د كال غوره ښځينه سندغاړې او جاويد شريف د كال غوره نارينه سندرغاړى، فرهاد دريا او ميرمن نغمه په ۲۰۱۲م كال كې د ټنگ ټكورغوره ستوري، غزال عنايت او ځيگر ساپى غوره نوي سندرغاړي، غوره غزل د احمد ولي فتح علي خان، غوره انځوريز كليپ د آريانا سعيد، غوره سندره د ولي حجازي، غوره رپ سندره د بېژن ظفرمل او غوره غبرگه سندره د صديق شباب او خالد كيهان و پېژندل شول.

غوره حماسي سندره د شهزاد عديل او د  غوره شعر لقب د لطيف ننگرهاري سندرې  خپل كړ.

دغوره تصوفي سندرې لقب د عمرشريف او رامين شريف په برخه شو او بشير وفا غوره محلي سندرغاړى وټاكل شو.

همدا راز د استاد هاشم او استاد اولمير د ژوند يو لنډ مستند فلم هم خپور شو او دوى ته د تل پاتې عمر نوم وركړشو.

د آريانا راديو- تلويزيون افتخاري جايزې د بصير بيات له خوا هغو هندي سندرغاړيو ته وركړشوې، چې په دې مراسمو كې يې گډون كړى و.

د يادونې وړده، چې آريانا راديو- تلويزيون نړيواله شبكه به ډېر ژر دا بشپړ پروگرام خپلو هېوادوالو ته وړاندې كړي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۲, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.

نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم (  ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.

دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.

د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاست‌لیکې هم ولري.

د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.

د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په عراق کې به همجنس‌بازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.

رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنس‌‌پالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.

له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.

له زنا او همجنس‌بازۍ سره د مبارزې قانون همجنس‌بازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنس‌بازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.

دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.

په پیل کې د همجنس‌بازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.

په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنس‌بازي جرم نه‌و. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسله‌والو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.

رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنس‌بازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنس‌بازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنس‌بازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.

عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنس‌پالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنس‌بازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!