Connect with us

تازه خبرونه

په ناامنیو کې لوړ پوړي امنیتي چارواکي لاس لري – ولسي جرګه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-05-02-17h40m15s250

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د امنیتي ځواکونو کړنې ستایی، خو ځینې جګپوړي دولتي چارواکي د هېواد په ناامنیو کې ښکېل بولي.

ولسي جرګې امنیتي مسولین خپلې غونډې ته استجواب کړي وو، خو هغوی دغې غونډې ته نه و ورغلي.

د ولسي جرګې ځینې غړي د ملي یووالي د حکومت مشران د امنیتي ځواکونو د وینو مسول بولي او هغوي په معاملو تورنوي.

د ولسي جرګې په غونډه کې دغه راز پریکړه وشوه چې د روان امنیتي وضعیت په تړاو د دوشنبې په ورځ امنیتي مسولین استجواب کړي.

د ولسي جرګې غړې فاطمه عزیز:            

په رښتیا هم چې د خلکو د وژنو عامل د ملي یوالي د حکومت دواړه مشران دي، چې د ځوانانو په وینو معاملي کو ي.

 

دولسي جرګې غړی عبدالرحمن رحماني:        

د ولایتونو په نا امنیو کې لوړ پوړي دولتي چارواکې له کابینی شروع بیا تر والیانو لاس لري.

 

دولسي جرګې غړی شریفی بلخابي:        

سر تیري دفاع کوي؛ خو له ارګ څخه سهل انګاري کیږي. په سرپل کې خلک د مخالفینو پر وړاندي دریږي؛ خو حکومت مرسته نکو ی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا له سویلي سیمو نه شمال ته د وسلوالو په ورتګ اندیښمن دي او دا ستر خطر بولي.

د ولسي جرګې غړیغلام فاروق مجروح:            

په زرګونو نفر له عمومي او فرعي لارو څخه د شمال د جګړو لپاره ځي، دا خبره د امنیت شوراته ویل شوې؛ خو دوی شفاهي ویلي چې د دغې ستونزې مخنیوی به وشي:

د ولسي جرګې غړی حبیبه دانش:                      

یو شمیر مخالفین چې وسلې نه لري،شمال ولایتونو ته راځي،خو کله یې چې مخنیوی کیږي، د حکومت له لوري ویل کیږي چې د خلکو مخه ونه نیسي. موږ نه پوهیږو چې څه معامله روانه ده چې حکومت غلی دی.

د ولسي جرګې د شنبې ورځې عمومي غونډې ته د ملي امنیت د سلاکار په ګډون امنیتي مسولین استجواب شوي وو چې هغوي دغې غونډې ته نه و ورغلي؛ خو پریکړه وشوه چې دغه مسولین د دوشنبې ورځې غونډې ته استجواب شي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!