تازه خبرونه
په لوګر کې بریدګرو د نوي څارنوال په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ و ژوبله اړولې
نن یکشنبه(د غبرګولي۱۶) له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې درې وسلوالو، چې په وسلواو
ځانمرګو واسکتونو سبمال ول د لوګر ولایت پراستناف محکمې برید وکړ، چې د افغان امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شول.
امنیتي چارواکو ویلي، چې برید د درې تنو وسلوالو په وژل کیدو پای ته رسید لی دی.
د لوګر امنیه قومندانۍ امنیت آمر حبیبزي په ډاګه کړې، چې د لوګر ولایت د استناف محکمې نوی رییس محمد اکرام نجات له بريد نیم ساعت وړاندې دنده پیل کړې وه، خو په بريد کې يې ژوند له لاسه ورکړ.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې برید کې د یاد څارنوال په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان دي.
د لوګر والي ویاند سلیم صالح ومنله، چې بریدګر په نظامي یونفورم کې محکمې ته ننوتي او د محکمې ودانۍ ته له ننوتو سره یې په لومړي پوړ کې مراجعه کوونکي یرغمل کړل او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه.
د لوګر والي ویاند صالح ویلي، امنیتي ځواکونو د څارنوالۍ د دوه پوړیزې ودانۍ دوه یم پوړ ته د بریدګرو د ننوتو مخه نیولې؛ خو یاد تلفات رامنځته شوي دي.
تر اوسه د دې بريد مسوولیت چا نه دی منلی، خو طالبانو تېره اوونۍ په غزني کې ۴ تنو د استیناف محکمه تر بريد لاندې نیولې وه او دا يې په څرخي پله کې د خپلو زنداني ملګرو د غچ لړۍ بللې ده.
وروسته له هغې، چې طالبانو په پلازمېنه کابل کې د سیاسي رجالو پر ساتونکیو برید وکړ او لسګونه خلکو ته يې مرګ و ژوبله واړوله، افغان حکومت د دې برید په غچ کې د څرخي پله شپږ تنه په جنایتونو تورن زندانیان اعدام کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ولسمشر غني په هرات کې د ښځمنو یوې ناستې ته په جنایتونو کې د ښکېلو نورو تورنو د اعدام ډاډ هم ورکړ.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ