Connect with us

سیمه ییز خبرونه

په كابل كې پر نړيوالو مرستو د نظارت او انسجام نولسمه غوڼده جوړه شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

افغان حكومت د توكيو له ناستې وروسته  پر نړيوالو مرستو د نظارت او انسجام نولسمه غوڼده  جوړه كړه .

د افغانستان د ماليې وزارت وايي:

افغانستان په راتلونكيو درې كلونو كې د څلور ملي  پروگرامونو د پلې كولو لپاره شپږ اعشاريه څلور ميليارد دالرو ته اړتيا لري.

د دغه وزارت چارواكي وايي:

مرستندويه هېوادونو تر اوسه له دغو اړتياوو څخه د درې ميليارد دالرو ژمنه له افغانستان سره نه ده كړې.

په كابل كې د سه شنبې په ورځ(د سلواغې۲۴)  د ماليې وزارت په مشرتابه پر نړيوالو مرستو د نظارت او انسجام نولسمه غوڼده  جوړه شوه، چې په كې د افغان حكومت لوړ پوړيو چارواكو، د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي او د مرستندويه هېوادونو سفيرانو او استازيو برخه اخيستې وه.

د افغانستان ماليې وزير عمر زاخېلوال وايي، چې:

د توكيو له غونډې اته مياشتې وروسته افغانستان او مرستندويه هيوادونه د مرستو د تمويل او د هغوى د لگولو په اړه له دوه اړخيزو همكاريو راضي ښكاري.

د ماليې وزير زاخېلوال وايي:

د افغانستان حكومت به مرستندويه هېوادونو ته  د اووه ملي پروگرامونو تگلارې، چې په هغو كې د افغانستان لومړيتوبونه په پام كې نيول شوي د تصويب له پاره وړاندې كړي:

د اوبو او طبيعي سرچينو د پراختيا ملي پروگرام يو اعشاريه اته ميليارده دالرو ته اړتيا لري، چې تر اوسه يې اووه سوه ميليون دالر د مرستندويه هېوادونو له خوا وركړ شوي.

د ملي توليداتو او كرنيز ماركيټ پروگرام  يو اعشاريه يو ميليارد دالرو ته اړتيا لري، چې تر اوسه يې اته سوه پنځوس ميليون دالر د مرستندويه هېوادونو له خوا نه دي وركړ شوي.

د انرژۍ ملي پروگرام درې اعشاريه څلور ميليارد دالرو ته اړتيا لري، چې تر اوسه يې مرستندويه هېوادونو د يو اعشاريه څلور ميليارد دالرو ژمنه نه ده كړې.

د ښې او گټورې حكومتدارۍ پروگرام، چې يو سل و شپږ څلوېښت ميليون دالرو ته اړتيا لري؛ خو تر اوسه يې نهه دېرش ميليون دالر د مرستندويه هېوادونو له خوا نه دې وركړ شوي.

د مسووليتونو د ليږد  پرمهال او له هغې وروسته د مرستو مديريت، د توكيو له ناستې وروسته د شويو پرمختگونو رپوټ  او افغان امنيتي ځواكونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږد د بهير دوام  نورې هغه تگلارې وې، چې په دغه ناسته كې د افغانستان د حكومت له خوا وړاندې شوې.

همدا راز د افغانسان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي يو ځل بيا ټينگار وكړ، چې نړيواله ټولنه او ملگري مليتونه به له ۲۰۱۴ ل كال وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي يان كوبيش په ډاگه كړه، چې:

په دې ورستيو كې د ملگرو ملتونو لوړ پوړيو چارواكو  له افغانستان څخه زمونږ د ملاتړ د دوام د څرنگوالي په باب هم خبرې پيل كړي دي.

د ۲۰۱۲ زيږديز كال په جولاى كې توكيو د افغانستان لپاره د اقتصادي همكاريو د دوام د هغې مهمې غونډې كوربتوب وكړ، چې د نړيوالې ټولنې له خوا جوړه شوې وه. په دغه ناسته كې د افغانستان او نړيوالې ټولنې په غوښتنه د دواړو خواوو پر ژمنو د نظارت يو گډ بورد هم جوړ شو.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ترکیې د چارشنبې پر ورځ امریکا تورنه کړې، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست پالي او وایي، چې واشنګټن د بشري حقونو کلنی راپور په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې پاتې راغلی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا دې کلني راپور په غزه کې روان غیر انساني بریدونه په سمه توګه راځلولي ندي. دا راپور پر سیاسي انګیزو له بې طرفۍ او معقولیت څخه لرې چمتو شوی دی.

ترکیې له واشنګټن وغوښتل، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست ودروي.

دغه راز په دې راپور کې د سوریې له کردي ملیشې سره د امریکا اړیکو ته هم ګوته نیول شوې، چې انقره یې یوه ترهګر ډله ګڼي.

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له ۳۴ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېر یې ملکيان او ماشومان دي. دا سیمه پر کنډواله بدله شوې او د خوراکي توکو سخت کمښت د قحطۍ وېره راپارولې ده.

اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس د وسله‌والې ډلې د هغه برید په ځواب کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې د اسرائیلي ځواکونو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

ترکیې په غزه کې د جګړې له کبله اسرائیل غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

ترکیې پر لویديځو هېوادونو هم نيوکه کړې، چې له اسرائيلو يې بشپړ ملاتړ کړی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې اسرائیلو په وروستیو اوونیو کې غزې ته د مرستو رسولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي؛ خو د پام وړ کار پاتې دی، ځکه په دې سیمه کې د قحطۍ خطر ډېر دی.

د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډېوېډ سټېټرفیلډ خبریالانو ته ویلي، اسرائیلو په دې وروستیو دوه نیمو اوونیو کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

ډېوېډ سټېټرفیلډ څرګنده کړې: اوس هم د پام وړ کار پاتې دی، چې باید ترسره شي؛ خو پرمختګ شوی دی.

هغه ویلي، چې په ټوله غزه کې په جګړي توګه شمالي سیمې د قحطۍ له ډېر خطر سره مخ دي.

نوموړي ویلي، چې د فلسطین په کوچنۍ ګڼ میشته سیمه کې له اړو خلکو سره مرستې ته اوس ډېره اړتیا ده.

ملګرو ملتونو له اوږده وخت راپدیخوا په غزه کې د مرستې رسولو او د هغې د وېشلو په لار کې له خنډونو څخه اندېښنه ښودلې او څرګنده شوې، چې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا د اسرائیلو لخوا د غزې د واکمنې اسلامي وسله‌والې ډلې حماس پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه ترسره تر سره کیږي.

د اسرائیلو پوځي کمپاین د اکتوبر له میاشتې راپدیخوا، چې حماس د اسرائیلو په سویل کې جګړه پیل کړه، چې له کبله یې د بشري ناورین ترڅنګ د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو کورونه له ځمکې سره اوار شوي دي.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازاریني د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اپریل پرپرتله غزې ته د تلونکو لاریو منځنی شمېر د ورځې ۳۱۶ ته لوړ شوی دی.

ویل کیږي، چې اوس کثافاتو راټولولو ته پاملرنه ډېره شوې او هڅه کیږي، چې په سویلي غزه کې د ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار ( دوشنبه د غویی درېیمه) د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌آباد ته ورسېد.

د ایران اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې دغه درې ورځنی سفر به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا، د دوه اړخیزو خبرو اترو او سیمه‌ییزو سلا‌مشورو په پام کې نیولو سره ترسره شي.

ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر به په دې سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.

دغه راز د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت او عدالت په برخو کې د اړدوند وزیرانو له‌خوا د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.

دا سفر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران له برید او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پاکستان له ځوابي بریدونو یوازې درې میاشتې وروسته رامنځته شوی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!