Connect with us

تازه خبرونه

په افغانستان کې یو شمېر کړیو د سولې په برخه کې شکونه را منځته کړي-سرتاج عزیز

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-12-11-16h06m31s47

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار وایي؛  هېواد یي هڅې چټکې کړي، چې له افغانستان سره د سولي خبري پیل کړي.

سرتاج عزیر زیاته کړې؛  په افغانستان کې یو شمېر کړۍ نه غواړي،چې له پاکستان سره د سولې خبرې تر سره شي.

نوموړی دا کار ناهیلي کوونکی بولي او پاکستانيو رسنیو ته یې په ډاګه کړې،  چې دغو عناصرو د سولي په برخه کې شکونه را منځته کړي دي.

عزیز وایي، د افغانستان د ملي امنیت ادارې د ملا عمر د مرګ خبر په خپرولو د سولي په خبرو کې خنډونه را منځته کړي.

عزیز همداراز زیاتوي،  چې د ملا عمر د ځای ناستي ملا اختر محمد منصور وژلو هم د سولي خبرې له زیاتو ستونزو سره مخ کړې.

سرتاج عزیز دا هم په ډاګه کړې؛ دا ناسمه ده، چې پاکستان له وسلوالو طالبانو سره په ملاتړ تورنیږي. د حقاني شبکه چې په قبایلي سیمو کې فعاله وه د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې له منځه تللې ده. د حقاني شبکه اوس په پاکستان کې نشته، خو بیا هم هلته او دلته د سخت دریځو په فعالیتونو سترګې نه شي پټیدای. 

نوموړي په افغانستان کې د هغو کړیو له نوم اخیستنې ډډه کړې، چې د سولې په اړه خنډونه رامنځته کوي.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوريوايي، چې له پاکستان څخه سوله نه غواړي او پاکستان باید له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل صداقت وښيي.

د چارو پوهان وايي، چې له افغانستان سره د پاکستان د سولې وړاندیز دا روښانه کړه، چې په افغانستان کې روانه جګړه د طالبانو نه، بلکې د پاکستان جګړه ده.

پوځي کارپوهعتیق الله امرخیل وایي؛ د امریکا دفاع وزیر، چې له کابل وروسته په بحرین کې خبرې کولې وویل:نه یوازې دا، چې مونږ د افغان پوځونو ملاتړ ته دوام ورکوو، بلکې د سیمه په کچه له ترهګرې سره د مبارزې چوکات هم ساتو. د بېلګې په توګه مونږ له افغان ځواکونو سره د داعش پر ضد عملیات تر سره کوو. همدارنګه د طالبانو او القاعده  خلاف مو دوه ستر عملیات تر سره کړل؛ ملا منصور او د القاعدې رهبر اسامه بن لادن مو ووژل.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر په هند کې د یوه کنفرانس په لړ کې د پاکستان پنځه سوه میلیونه ډالره مرسته رد کړه او په پاکستان یې غږ وکړ چې په خپله خاوره کې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!