Connect with us

تازه خبرونه

پاکستان د ترهګرو د روزلو لړۍ چټکه کړې- مسلیمیار

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-09-19-15h15m09s239

د دوشنې شنبې په ورځ د جلال آباد په شاهي ماڼۍ کې د جنرال زړور ذاهد د فاتحې له مراسمو وروسته د مشرانو جرګې رییس  فضل هادي مسلیمیار وویل: پاکستان پخپله خاوره کې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د ترهګرو د روزلو لړۍ چټکه کړې او د جګړې د فشار په پایله کې هڅه کوي پر افغان حکومت خپلې ناسمې غوښتنې ومني.

 هغه د پاکستان په اړه د ولسمشر له دریځ ننګه وکړه او د حکومت پر مشرانو یې غږ وکړ، چې دهېواد د بهبود په خاطر له خپلمنځیو اختلافاتو لاس واخلي.

مسلیمیار پاکستان د سیمې او نړۍ لپاره د ترهګرۍ تولیدونکي هېواد وباله او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره په ګډه د پاکستان د دې  ناوړه کړنو پرضد لاس پکار شي.

هغه د ټول هېواد حالت نازګ وبللو؛ خو ننګرهار یې د خطر په لوړه کچه کې یاد کړ او له مرکزي حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې د ننګرهار حالت ته جدي پام وکړي کنه پایلې به یې ناسمې وي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی وویل:  زړور ذاهد د ګاونډ هېوادونو د استخباراتو د سترګو اغزی و.

هغه له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د ننګرهار د پولیسو اکاډمي د جنرال زړور ذاهد په نوم کړي.

د ننګرهارامنیه قومندان جنرال زړور ذاهد له لوی اختر یوه ورځ وړاندې په حصارک ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

دا په تئېرو پېنځلس کلونو کې لومړی ځل و، چې په ننګرهار کې د نظامي برخې یو ستر جنرال له وسلوالو طالبانو سره په جګړه کې وژل کیږی.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!