تازه خبرونه
ولشمسر نوماند وزیرانو ته د رای ورکولو په اړه د ولسي جرګې پرېکړه وستایله
د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا له اتو معرفي شویو وزیرانو درې یې په ولسي جرګه کې تایید او پنځه نور رد شول؛ خو د اجراییه ریاست له خوا له معرفي شویو لسو کاندید وزیرانو پنځه یې تایید شول.
په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې دا پریکړه ستایلې ده او وایي ژر به نوي کانید وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي.
له اتلسو کاندید وزیرانو نه اته یې د ولسمشر له خوا معرفي شوي. له دې ډلې اکلیل حکمیتي د یوسلو اته ویشت تایید رایو په ګټلو سره د مالیې زیر شو، داوود شاه صبا د ۱۴۶ رایو په ګټلو سره د کانونو او پطرولیم وزیر شو، فیض محمد عثماني د ۱۶۰ رایو په ګټلو سره د حج او اوقافو وزیر شو؛ خو ملي دفاع وزارت ته کاندید شېر محمد کریمي، د لوړو زدکړو وزارت ته کاندیده خاطره افغان، د فواید عامې وزارت ته کاندید عباس بصیر، د ترانسپورت وزارت ته کاندید فیض الله ذکي او د قومونو او قبایلو چارو وزارت ته کاندید قمرالدین شینواری رد شول.
په ورته وخت کې ولسمشر د پارلمان دا پرېکړه ستایلې:
زه د ولسي جرګې له دې پریکړې هرکلی کوم چې اته کاندید وزیران او د ملي امنیت کاندید یې تایید کړل. زه نویو وزیرانو ته بریالیتوب غواړم او ژر به نورو وزارتونو ته هم کاندیدان معرفي شي.
د عبدالله عبدالله له خوا کابینې ته له معرفي شويو لسو کاندید وزیرانو نه پنځه یې تایید شول، چيې صلاح الدین رباني د بهرنیو چارو د وزیر، نورالحق علومي د کورنیو چارو د وزیر، فیروز الدین فیروز د عامې روغتیا د وزیرپه توګه، سید حسین عالمي بلخي د کډوالو د وزیر په توګه، نصیراحمد درانی د کلیو د پراختیا د وزیر په توګه تایید شول. خو د اقتصاد وزارت لپاره کاندید رحمن اوغلي، د پوهنې وزارت لپاره کاندید ګل زلمی یونسي، د انرژۍ او اوبو وزارت لپاره کاندید عبدالرحمن صلاحي، د سوداګرۍ وزارت لپاره کاندید سردارمحمد رحیمي، او د مخابراتو وزارت لپاره کاندید برنا کریمي رد شول
.
بلخوا د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وایي چې د ملي یووالي حکومت به له هغو کسانو څخه چې د سرپرستانو په توګه کار کوي وغواړي څو د نویو وزیرانو تر ټاکل کېدو پورې کارونو ته په جدي ډول رسیدګي وکړي څو ستونزې حل شي.
په داسې حال کې چې ولسي جرګه خپله ژمنۍ رخصتي د پنجسشنبې په ورځ پیلوي، لا نه ده معلومه چې نوي کاندید وزیران به کله د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا ولسي جرګې ته معرفي شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ