Connect with us

انځوريز خبرونه

ولسي جرګې د قران کریم دوه قاریان او د کرکټ ملي لوبډله وستایله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرګې د قرانكريم دوه قاريان، چې په دوو نړيوالو سياليو كې يې غوره مقام ګټلى او د كركټ ملي لوبډله وستايله.

احمد رشاد او ضياالله هغه افغان قاريان دي، چې په مصر او جده كې يې د قرانكريم د تلاوت په سياليو كې غوره مقامونه  خپل كړى دى.

قاري احمد رشاد په مصر كې د قرانكريم د ترتيل او تجويد په سياليو كې، چې ۱۲۱ هېوادونو څخه قاريانو په كې ګډون كړى و لومړى مقام خپل كړى.

همداراز ضيا الله ته په هغو سياليو كې، چې د قرانكريم د حفظ په برخه كې په جده كې ترسره شوې د  ممتاز لقب وركړل شوى دى.

د ولسي جرګې رئيس عبدالروف ابراهيمي دا د قران کریم قاريان او د كركټ د ملي لوبډلې لوبغاړي، چې د ۲۰۱۵م كال د كركت نړيوالو سياليو ته يې لاره موندلې په ډالیو او مډالونو وستايل.

د ولسي جرګې يو شمېر غړي د داسې كسانو ستاينه يو غوره ګام ګڼي او د جرګې له غړو څخه غواړي، چې په دې برخه كې خپلې ژمنې عملي كړي.

دوى وايي، څه موده وړاندې د فوتبال ملي لوبډلې سره هم ګڼې ژمنې وشوې، خو تر اوسه هم ځينې نه دي عملي شوي.

ولسي جرګې د شنبې ورځې ( د لړم ۱۱ ) په عمومې غونډه كې دغه راز د سوداګرى د نماينده ګيو د قانون طرح په پنځو فصلونو او ۳۴ مادو سره تصويب كړه.

Advertisement

انځوريز خبرونه

د افغانستان سیاسي او اقتصادي بحران ته یوه لنډه کتنه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۵, ۱۴۰۰)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

آریانا نیوز: دري خبرونه د سلواغې ۱۱ کال ۱۳۹۹

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۲, ۱۳۹۹)

Continue Reading

انځوريز خبرونه

روبینا جلالي د اتلتیک د فدراسیون د رئیسئ په توګه وګمارل شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

آغلې روبینا جلالي د افغانستان د ملي اتلتیک فدراسیون په ټول ټاکنو کې د ډیرئ رائیو په ګټلو سره، د دغه فدراسیون ریاست ته د څلور کالو لپاره وټاکل شوه.

نن پنج شنبه د مرغومې ۱۹، د افغانستان د ملی اتلتیک د فدراسیون د ریاست ګټلو په موخې ټول ټاکنې ترسره شوې چی په پایله کې یی میرمن جلالي تولو دیرشو رائیو په ګټلو سره بریالې شوه.

آغلې جلالي د طالبانو د دولت له سقوط څخه وروسته د المپیک لوبو لومړنې ښځینه ګډونکونکې ګڼل کیږي.

هغې د اتلتیک او د المپیک لوبو تجربه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ میلادي کلونو کې ترلاسه کړې ده.

نوموړې د اتلتیک فدراسیون د ریاست د دندو د پرمخوړلو ترځنګ د المپیک د ملي کمیټې د ښځو د بخش مرستیاله او په پارلمان کې د کابل ښاریانو استازې هم ده.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!