تازه خبرونه
ولسمشر غني ترمپ ته د لګښتونو او امریکایي ځواکونو د کمولو په اړه وړاندیزکړی
ولسمشر غني خپل امریکایي سیال ته یو لیک لیږلی، چې په کې یې د سولې، لګښتونو او امریکایي ځواکونو د کمولو په تړاو هغه ته وړاندیزونه کړي دي.
د نیویارک تایمز ورځپاڼې د راپور له مخې؛ ولسمشر غني په دې لیک کې د سولې په تړاو د امریکا د بیړنۍ پرېکړې په اړه ټولې اندېښنې له دونالد ترمپ سره شریکې کړې دي.
په ښکاره کابل او واشنګتن طالبانو ته د بیې په پرې کولو کې اختلاف ښیي؛ خو ولسمشر غني د احتمالي سولې په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې هیڅوک نشي کولی پرې د ګندمک په څېر بله معاهده لاسلیک کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني وایي؛ نه شاشجاع غواړو او نه هم امیر دوست محمد خان، چې د ګندمک هوکړه یې لاسلیک کړې. مونږ غازي امان الله خان، احمد شاه ابدالي، میرویس خان نیکه او سلطان محمود غزنوي غواړو. دا هڅې دې څوک نکوي، چې پر اشرف غني بیا ځلې د ګندمک شرمیدلې هوکړه لاسلیک کړي. سر ورکوم؛ خو هیڅکله دا له شرمه ډک کار نکوم!
نیویارک تایمز ورځپاڼې خبر ورکړی؛ ولسمشر غني دونالد ترمپ ته یو لیک استولی، چې په کې د سولې، لګښتونو او امریکایي سرتېرو د کمولو په تړاو هغه ته وړاندیزونه شوي دي.
دا لیک درې امریکایي چارواکو تائید کړی؛ یوه چارواکي، چې د لیک منڅپانګه لیدلې ویلي، غني د سولې په اړه د ترمپ د بیړنۍ پرېکړې په تړاو خپلې اندېښنې پټې ندي ساتلي.
ولسمشر خبرداری ورکړی، چې که امریکایي ځواکونه ووځي؛ ممکن افغانستان د ترهګرو پر خوندي پټنځی بیا بدل شي.
د نړیوالو اړیکو کارپوه انتظار خادم وایي، چې د افغانستان قضیه دومره هم پېچلې نده لکه څومره وېره یې، چې رامنځته کړې ده. په داسې حال کې، چې ډېره ساده ده؛ خو قرباني، بښل او هیرول غواړي. ولسمشرۍ ماڼۍ تر دې دمه په دې اړه رسمي غبرګون ندی ښکاره کړی.
د دې راپور په بله برخه کې راغلي، چې دا لیک په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له پخواني قومندان جنرال جان نیکلسون سره په مشوره کې لیکل شوی او د سویلي آسیا په چارو کې د امریکا د استازې الیس ویلز په مرسته ترمپ ته لیږل شوی دی.
نیویارک تایمز څرګنده کړې، چې په دې لیک کې د غني د وړاندیزونو له مخې به په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو کلنی لګښت دوه میلیارد دالر کم شي او شمېر به یې هم درې زره ځواکونو ته را ټیټ شي.
د حزب اسلامي جګپوړی غړی همایون جریر وایي؛ فکر نکوم، چې ولسمشر غني به د قطر په ناستو کې د رامنځته شویو خبرو مخالف وي؛ خو دا ولسمشر دی او د خپلو دغو او هغو خبرو پر بنسټ غواړي تلپاتې سوله رامنځته شي.
ویل کیږي؛ واشنګتن او طالبانو د هغه څه په اړه، چې د احتمالي سولې بنسټ ګڼل کیږي د افغان حکومت په غیاب کې د تړلو دروازو ترشا هوکړه کړېده. په دې اړه په راتلوونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني شریک له بي بي سي سره په خبرو اترو کې ویلي، چې هیڅکله به نابرابره هوکړه لاسلیک نشي.
په راتلوونکیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې مونږ هیڅکله نشو ویلی، چې افغانستان نشي کولي له غرب پرته اووسي؛ دا نړۍ سره تړلې ده او تاریخ هم په ډاګه کړې، چې غرب هم له مونږ پرته ژوند نشي کولي. افغانستان د نړیوال امنیت د خوندي کولو شریک دی او مونږ به هیڅکله نابرابره هوکړه لاسلیک نکړو.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي؛ په افغان حکومت کې سولې ته د رسیدو لپاره د قربانۍ ورکولو ملي اجماع نده را منځته شوې. ولسمشر غني ویلي، چې نه غواړي د سولې په تړاو د نړیوالو بنسټونو ناورین جوړونکې تېروتنې بیا تکرار شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ