تازه خبرونه
ولسمشر د برښننایيِ تذکرو د وېش بهیر پیل کړ؛ خو اجرائیه رییس یې پرېکړه نامشروع وګڼله
ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ د(غویی ۱۳) په کابل کې د لومړنۍ برښنايي پېژندپاڼې په ترلاسه کولو د دغو تذکرو د وېش لړۍ په رسمي بڼه پیل کړه؛ خو د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله یې پرېکړه نامشروع وګڼله.
د کورنیو چارو وزارت اړوند د تذکرو د وېش په یوه مرکز کې له ولسمشر سره د لومړۍ میرمنې په ګډون ګڼو لوړپوړیو دولتي چارواکو نن خپلې برښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړې.
ولسمشر غني د برښنايي پېژندپاڼې اخیستو پر مهال وویل، په یوویشتمه پېړۍ کې حکومتولي، اقتصادي وده او خدمتونه وړاندې کول له معلوماتو پرته نه ترسره کېږي. په الکترونیکي تذکرو دغو آسانتیاوو ته رسیدای شو.
هغه په بشپړ ډاډ څرګنده کړې: ډېر امکان شته، چې ځانمرګي بریدګر جعلي تذکره ولري. زما لپاره تر ټولو مهمه پرېکړه د وګړیو د امنیت خوندیتوب دی. باید پوه شو، چې څوک افغان دی.
ښاغلي غني دا هم وویل، د دې تذکرو پر مټ به افغانان د نړۍ له معیارونو سره خوا پخوا روان شي، دا به د جعلي تذکرو د ترلاسه کولو او په ډېرو مواردو کې د ناامنۍ مخه ونیسي.
ولسمشر غني په خپل فیسبوک کې په ډاګه کړې، چې: زه نن په ډېر ویاړ او په څو مهمو دلیلونو د افغان تابعیت تذکره اخلم:
زه تذکره؛ ځکه اخلم، چې زه امنیت غواړم. په ګاونډ کې د خپل او پردي معلومول زمونږ د فرهنګ د شفافیت برخه ده. مهاجرت، د نفوسو زیاتوالي او جنګي ډلو دا شفافیت متضرر کړی. اوس بې مسوولیته وګړي په آسانه زمونږ او تاسې ټولنې ته نفوذ کوي او په مونږ کې ځان پټوي. تذکره به د معصومو افغانانو په منځ کې د مجرمانو د پټیدلو مخه ونیسي.
زه تذکره؛ ځکه اخلم، چې زه اقتصادي رفاه غواړم. په اقتصاد کې پلانجوړونه د معلوماتو پر اساس کېږي، په یوه ملي ټولنه کې باید د هر وګړي عمر، جنسیت او موقعیت معلوم وي، چې هر وګړي ته د هغه د غوښتنو او ضرورتونو پر اساس، د هغه تر درشله پورې اقتصادي خدمات ورسېږي.
زه تذکره؛ ځکه اخلم، چې زه عدالت او ټولنیز حقونه غواړم. زه به عدالت او ټولنیز حقوق هغه وخت ترلاسه کړای شم، چې په ټولنه کې زما شتون، هویت او موقعیت تشخیص وي او زه او ټولنه مې د هغو پر اساس د یوه او بل حقونه او وجایب وپېژنو.
زه د خپلې تذکرې په اخیستلو، د هېواد د ښې راتلونکي لپاره، دا لوی ملي پروګرام پیلوم او د افغانستان په ګوټ ګوټ کې له هر افغان وګړي غوښتنه کوم، چې تذکره واخلي او د دې مهمې ملي پروسې ملاتړ وکړي.
نوموړي د برښنايي تذکرې اخیستو پرمهال وویل، پخوانۍ کاغذي تذکرې به هم تر هغو د باور وړ او وېشل به یې روان وي، چې د الکترونیکي تذکرو لړۍ ټول هېواد ته غزول شوې نه وي.
ولسمشر غني لومړنی افغان شو، چې برښنايي پېژندپاڼه یې ترلاسه کړه.
نننیو مراسمو ته، چې عبدالله عبدالله نه و ورغلی، د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش، د ولسي جرګې مشر عبدالرؤف ابراهیمي، د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار او د پارلمان ګڼ نور غړي او چارواکي ورغلي وه او الکترونیکي تذکرې یې ترلاسه کړې.
درې میاشتې وړاندې کله، چې د پېژندپاڼو د اخیستو لپاره نوم لیکنې کیدې اجرائیه مشرداکتر عبدالله عبدالله له دې بهیر سره مخالفت ښودلی و او د پېژندپانو د وېش د بهیر د ځندیدو غوښتنه یې کړې وه. نوموړي ویلي وه، چې د پېژندپانو په وېش کې ملی اجماع ته اړتیا ده، چې ټول باید ورسره موافق او یوه خوله وي.
ښاغلي عبدالله عبدالله د ولسمشر د برښنایي تذکرو د اخیستو سره همهاله یوې خبري ناستې ته څرګند شو او د ولسمشر غني پرېکړه یې نامشروع وګڼله.
ښاغلي عبدالله یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې په دې پرېکړه کې ملي ګټو ته درناوی نه دی شوی او د حکومت په کچه په دې اړه هم هوکړه نه ده رامنځته شوې؛ خو ، ځکه دا بې بنسټه پرېکړه یو( بحران ته بلنه) ده.
نوموړي دا هم زیاته کړې؛ هره پرېکړه، چې له حکومت سره پرې خبرې نه وي شوي مشروعیت نلري.
د حکومت د اجرائیه رییس په وینا؛ ولسمشر غني د ورځني سیاست یا کوم بل دلیل تر اغېز لاندې راغلی او دا پرېکړه یې د افغانستان له امنیت سره مرسته نشي کولی.
د افغانستان د وګړیو د احوال ثبتولو قانون په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا توشيح شو؛ خو دا، چې د دې قانون له مخې په پېژندپاڼه کې د ملت او قوم نومونه نه لیکل کیدل ځینې اعتراضونه یې راوپارول، نو د حکومت لخوا وروسته سترې محکمې ته د تفسیر لپاره وړاندې شو.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ